د زابل مرکز کلات ښار کې د ملي امنيت پر رياست سرتیری برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): نن سهار وختي د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملي امنيت رياست پر دفتر سرتیری برید شوی دی.

د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي، د برید له امله ژوبله اوښتې، خو تر اوسه په دې اړه لا نور جزئيات نه دي تر لاسه شوي.

ويل کيږي، چاودنه ډېره قوي وه او کېدای شي درنه مرګ ژوبله هم ولري.

طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د ګډ حکومت د ملي امنيت پر رياست سرتيري برید کې د رياست ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې او ګڼ شمېر عسکرو او د استخباراتو چارواکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

هغو ته چی جهاد یی بولی! دی برید سنگه ته شفاخانه هم شته چی ناروغان او پایوازنه یی تپیان یا شهیدان دی، نژدی کورونه هم خراب شوی او اوسیدونکی یی تپیان دی. دا د ملکیانو د شهیدولو قاتلین او د قاتلینو طرفداران به خدای تعالی ته کوم جواب وایی؟؟؟ “بای ذنب قتلت” جمیل، مجاهد، غوربندی، پتنگ و امثالهم تاسو د هغو بیگناه عامو په شهیدولو که سه وایاست؟؟
د اشغالگرو او حکومت ظلم منم او سخت غندم، دا د طالب ظلم تاسو ته ولی جهاد شکاری؟؟ شرعی استناد ذکر کری شکنزل او تهمت مه کوی.

مدثر
میلمه
مدثر

کله چی دیو چا شخصی دښمن د هغه دمور ، پلار، وروڼو او خویندو سره ناست وی اودی ددښمن د له منځه وړلو لپاره خپله کورنۍ له منځه یوسی ایا دای انسان ته موږ اتل یا زړه ور ویلی شو؟ زماپه اند نه هیڅکله هم داسی انسان ته اتل نه شو ویلی بلکه دادحماقت وروستۍ درجه ده په پښتو کی یو متل دی وای دیوی سپږی لپاره ټول پوستین سوځی په اور،زه خو وایم چی الله ج دی داسی جاهلانو ته چی دملت شفاخانی په بمونو الوزوی هدایت وکړی که دهدایت وړ نه وی لوی رب دی په خپل کامل… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

دغه [[ مدثر ]] نوم خو له ځانه لیری کړه که بیا د دجال غلامی کوی ویی کړه ستاسی د خبری ځواب په لاندی ډول دی : که اشغلګر چه تاسی ورته قضایی مصونیت هم ورکړی یعنی ستاسی په کورونو کی تر تاسی د هردول کړنو د کولو نه بلکه د اولیت حق لری. که ستاسی د پلار او مور ترڅنګ ستاسی د کوروالاوو سره هر ډول کړنی ترسره کوی تاسی به ورته ګوری چه مور او پلار مو بکی مړه نه شی او که د ځآن په ګډون هر څه به له ناموس ساتنی قربانی کوی ؟ ډیر ژر… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

و عبدالله نوم دي ښکلی دی ستا د منطق دير كمزوري دي كاشكي ستا نوم عذا وأي دغه د كفارو ملگری چی په توره شپه په بي گناه او معصوم زنانه ماشومانو سپین ږ‎یرو چاپه اچوی هغه كار ته ته سه وايي كندز كي يي چی 170معصوم طالب حافظان چی شهيدان كړ‎ل دی ته ورته داسي ورز نشته چی دوي صفر بك صفر دوو او نور گڼُُ فاسده بي دينه ارگانونه ددوي دي د څو مردارو روپیو د دنيا لپاره دي په دي مظلوم ملت ناروا او ړ‎ندی بمباري ونه كري داستخباراتو تَر څنگ ملکي كورونه نه وي

عبدالله
میلمه
عبدالله

احمد! په هغه کی هیخ شک او شبه نشته باالکل هغه ظالمان دی یا اشغالگر هغوی توله باید وغندو او غندو یی.
تاسو ولی دا شل بیگناه شهیدان کرل؟؟؟ دا ماشومان کافران ول دا د شفاخانی مریضان کافران ول که کومه گناه یی کری وو؟؟ ته زان ولی د اولس په وژلو کی د کافر او ظالم سره مقایسه کوی ته په کوم شرعی استناد د ۵ عسکرو لپاره ۳۰ یا ۴۰ بگناه افغانان قتلوی؟؟؟ شرعی دلیل ووایه د زانه توجه مه جوروه؟؟

احمد
میلمه
احمد

هدف د ملی امنیت اداره ده نه عام ولس دا خبره د امنیت دفتر دمجاهدینو دبدنامولو لپاره کوی چی قربانیان یی عام وګړی دی دوی خپل جنایت چی ماشومان زنانه او عام خلک شهیدان کړی بیا وایی دهشت ګر مو ووژل دی اوسنی جنګ ته کتاب دالله جهاد وایی دا چی ته عبدالله یی نه منی ته مهم نه یی ځکه درته وایم چی عبدالله نوم درنه لری کړه هغه الله چی تا یی ځان عبد(بنده) بللی هغه وایی چی جهاد دی ته وایی چی ندی نو ته ځکه عبدالله نشی کیدای عذا صاحب فکر وکړه

عبدالله
میلمه
عبدالله

دا بی عزتی ولی کوی خو منطق او شرعی استدلال وکه؟ زما نوم ولی په عذا بدلوی؟ که غلط یم په یوه اسلامی طریقه دلیل ووایه.ددغه دول جهاد فتوا چی د ۵ عسکرو لپاره شل دیرش عام شهیدوه یا په مسجد کی د قومندان په خاطر زانمرگی کوه او شل بیگناه لمونز کوونکی پکی شهیدوه په کوم ایات او کوم حدیث کی شته؟؟ حواله راکه؟؟؟ کوم جهانی عالم فتوا در کری نوم یی ولیکه؟؟ که تا جواب راکر زه به هم ستا پر قدم قدم کیزدم؟؟؟ ونیسه ثابته یی کره؟،؟ د زانه فتوا مه راکوه؟؟؟ که زما خخه د زانمرگی… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

جمیل پتنگ، غوربندی مجاهد چیرته یاست جواب راکی کنه؟؟؟ د هغه شفاخانی د ملکی خلگو وژل په کوم دلیل روا وو؟؟؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله جانه ! کشکی نوم دی هم بدل کړی وی . زه به د ټولو مسلمانانو په نمایندکی ځواب ولیکم : د کابل د غلامانو او اشغالګرو رسنی له سپینه تور او له توره سپین جوړوی ، اصلی هدف امنیتی غلامان وو په روغتون کی هم د غلامی اداری عسکر او بولیس تداوی کیږی ډیر کم به پکی محلی خلک وو . اشغالګرو ټولی غلامی اداری د ستر اخفی د پاره د روغتونو او مدرسو یا کلیو او کورونو خواته جوړوی . دا هم پریږده د خوږیانو د ډرون په بمبارد کی چه څو اویا جلغوزی ټولوونکی محلی خلک په… نور لوستل »