د طالبانو د سفرونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت او ارګ تر منځ اختلافات

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ایران او روسیې ته د طالبانو د وروستیو سفرونو په اړه ویلي، د هر هغه هیواد څخه مننه کوي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو لپاره زمینه سازي کوي.

د صبغت په وینا طالبان کیدای سي د روسیې او ایران د سفر وروسته نورو هیوادونو ته هم سفر وکړي او دا یې په هیواد کې سولې لپاره یو مثبت قدم بللی.

بلخوا د ولسمشریزې ماڼۍ ارګ ویاند صدیق صدیقي ایران ته د طالبانو د سفر په اړه سخت غبرګون ښودلی او طالبان یې د د نړیوال امن لپاره جدي خطر بللي چې په وینا یې ددغې ډلې کوربه توب او مېلمانه پالنه کول د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی او د دوه اړخیزو ښو اړیکو خلاف عمل دی.

باید وویل شي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته دغې ډلې یو ځل بیا خپل سیاسي فعالیتونه ګړندي کړي دي او د سیمه ییزو هیوادونو سره یې د سلا مشورو لپاره سفرونه پيل کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ربانی زوی ده او پاکستان غواړی چی عبدالله د لنډمهالی اداری مشر کړی چی معاون به یی ملابرادر او عطامحمد او محقق وی او پاکستان کوښښ کوی چی اشرف غنی له صحنی وباسی او د امریکا د استخباراتی مخکینو مشرانو په وینا چی نشر شوی وایی چی امکان لری پدی کار سره به یوځل بیا داخلی جنګ ته چی د پاکستان مخکینی ارمان چی له حکمتیار سره ورباندی کار کړی وو بیا تکرار کړی او پاتی کدری اشخاص به یو یو په خپل کور او بازار کی ترور او ووژنی. مګر طالبان نه پوهیږی… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

ستاسی په نظر ټول خلک ملامته او کافر دی یواځی څوک چه ښه خلک او جنتیان دی هغه دجالان او دجالانو غلامان جنتیان دی
بس پاکستان د جاسوسانو متخصص دی کله له طالبانو د پاکستان جاسوسان ، کله بیا د غلام غنی څخه د پاکستان غلام جوړولی جه د خپل ریسات د پاره یی د ډیورند خط هم ورسره لاسلیک کړو او کله بیا عبدالله ، نور او داسی نور د پاکستان جاسوسان حوړوی ، کله له پاکستان د امریکا دوست او کله یی دشمن جوړوی ژبه لمده ده هر اړخ ته تاویږی راتاویږی ا