افغانستان

اشرف غني په راتلونکو انتخاباتو کې د عمران خان څخه د مرستې غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل):ولسمشر اشرف غني تېره شپه د عمران خان سره پر تلیفون خبرې کړي او د هغه څخه یې غوښتنه کړې چې د ټاکنو پر مهال دي همکاري وکړي او په افغانستان کې دي د تاوتریخوالي په کموالي کې خپل رول ولوبوي.

د اشرف غني پر ټویټر پاڼه په خپرو شویو ټویټونو کې دغه خبر ورکړل شوی دی او ویل شوي چې د افغانستان په تیرو انتخاباتو کې هم پاکستان د جګړو د شدت د کمولو لپاره خپل رول لوبولی وو، دا ځل دي هم ورته کومک وکړي.

د اشرف غني په وینا عمران ورسره د تلیفون پر کرښه د سولې اړوند خبرې وکړې او هم یې د کابل او پروان پر پيښو د خواشینۍ اظهار ورته وکړ.

باید وویل شي چې تېره ورځ د پاکستان لومړی وزیر عمران د تورخم دروازې ته راغلی وو او د دواړو هیوادونو تر منځ یې د رسمي سرحد بنیاد کښېښود چې د افغانستان له اړخه هم د وزیرانو او والیانو په سطحه چارواکو ګډون په کښي کړی وو.

د ډیورنډ کرښه لوحه او دروازه د ټولنیزو فعالانو له لوري په کلکو ټکو وغندل شوه او دا یې د اشرف غني او عمران خان له لوري یوه هڅه وبلله چې غواړي د دواړو هیوادونو تر منځ د ډیورنډ کرښه په رسمي سرحد معرفي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

دا داسی معنا ورکوی چی تیر کال په انتخاباتو کی هم پاکستان لاس درلود یعنی د جنګ شدت او نرمښت د پاکستان په لاس کی ده. مګر پاکستان دا هیر کړی چی ددی جګړی اصلی طراح امریکا او برتانیه ده ځکه انګریزانو ته همدی بیچاره ولس په خاص ډول لر او بر پښتنو ماته ورکړه چی نن برتانیه کوښښ کوی چی د پاکستان په دستور ټول پښتانه چی هغه که ښکتنی وزیر دی یا مسعود ووژنی یا ورک یی کړی که هغه بر پښتانه یعنی افغانان دی په خپل کلی کور کی ورته د سرک په غاړ یا یو او… نور لوستل »

جميل

چی دا بيشرفه سپين سترګی د چا رئيس جمهور دی ، مرسته غواړی د پاکستان څخه ، زر او زور د امريکی څخه او وژنی افغانان

سیدزرغون شاه آغا

نرښځوکی، تا خو ویل چی طالبان د پاکستان غلامان دی. اوس دپاکستان څخه مرسته غواړی چی بیا ریس السارقین سی . په قاموس کی دی د شرم په نامه کم لغات لری؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x