رابرټ او براين د امریکا د ملي امنيت نوی سلاکار نومول شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی رابرټ او براين د ملي امنيت نوی سلاکار نومولی دی.

د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ له پيله په تېرو درې کلونو کې رابرټ او براين د امریکا د ملي امنيت څلورم سلاکار دی.

ټرمپ پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې رابرټ او براين يې د ملي امنيت نوی سلاکار نومولی دی.

ټرمپ وايي، له او براين سره د کار ښه تجربه لري او په راتلونکي وخت کې به هم ښه کارونه ترسره کړي.

امریکايي رسنۍ وايي، د ملي نوی سلاکار به د کډوالۍ ستونزې او ایران سره د روان تاوتريخوالي سربېره په مهمو موضوعاتو کې ډېر کار وکړي.

له رابرټ او براين مخکې جان بولټن د ملي امنيت سلاکار و، خو تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ نوموړی له خپلې دندې په دې دلیل لرې کړ، چې د هغه له ډېرو وړانديزونو او مشورو سره ټرمپ او د سپينې ماڼۍ ډېری چارواکي مخالف وو.

جان بولټن له طالبانو سره د سولې خبرو مخالف او له هېواده بهر د امریکايي ځواکونو د خپرولو پلوی و، خو په مقابل کې يې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او نور چارواکي د افغانستان د روانې جګړې مخالف او له طالبانو سره د سولې خبرو پلوی دی.

تېره اونۍ، چې ولسمشر ټرمپ جان بولټن له دندې ګوښه کړ، ډېری امریکايي رسنيو ليکلي و، چې کېدای شي، د امریکا او طالبانو خبرې بيرته پيل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د