افغانستان

امریکا: راتلونکې ټاکنې باید شفافې وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان خلګ خپل ژوند په خطر کې اچوي او د رایو تر مرکزونو ځي؛ نو باید ټاکنې باید د هغوی له هیلو سره سم رڼې او شفافې  وي.

دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د چهار شنبې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي.

خبرپاڼه لیکي « د افغانستان خلګ د خطرونو په منلو سره ځانونه د رایو تر مرکزونو رسوي او دا د هغوی حق دی، چې ټاکنې یې باید له غوښتنو سره سمې او رڼې ترسره شي».

خبرپاڼه زیاتوي « ټاکنیز بنسټونه دې د شفافو ټاکنو لپاره تیاری ونیسي او څه ډول چې متحده ایالات انتظار باسي، د خلګو د باور د خپلولو په موخه دې  ټول اړین ګامونه واخلي».

د بهرنیو چارو وزارت له دې سره، سره د طالبانو په ګډون په ټولو اړخونو غږ کړی، چې د ټاکنو په مهال دې خپل وس وکاروي او امن فضاء دې رامنځته کړي.

د امریکا متحده ایالات داسې مهال د رڼو ټاکنو هیله لري، چې د ټاکنیزو منډو ترړو له پیل سره سم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځینو نوماندانو له ټاکنیزې پروسې شکایت کړی او وار له مخه یې په دې برخه کې د پراخ فساد د رامنځته کېدلو وړاندوینه کړې، چې له امله یې په ټاکنیزه پروسه باندې خلګو نور هم خپل باور له لاسه ورکړی.

په ورته وخت کې راتلونکې ټاکنې په داسې یو وخت ترسره کېږي، چې طالبانو ټاکنیز مرکزونه خپل نظامي اهداف بللي او په یادو مراکزو یې د بریدونو ګواښ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x