افغانستان

طالبان: زابل کې مو د ملي امنیت په مرکز برید کې «دښمن» ته درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، نن سهار یې د زابل ولایت د امنیت په مرکز سرتېری برید ترسره کړی او لسګونه عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « په زابل کې دبرید هدف د دښمن د ملي امنیت اداره وه چې بشپړه نړیدلې ده او لسګونه عسکر په کې وژل شوي. داچې د برید له امله روغتون ته هم څه زیان اوښتی، علت يې دادی چې دښمن د ملکي ځایونو په منځ کې اوسي او د ملکي خلکي له ځایونو څخه د سپر په توګه کار اخلي.»

بل لور ته د زابل ولایت مقام وایي، برید په روغتون باندې شوی او د قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي، چې دا مهال د زابل او کندهار په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د زابل ولایت د ولایتي شورا رییس «عطاء جان حق بیان» هم په پېښه تاییدوی او په خبره یې، تر دې دمه شل کسان مړه او پنځوس نور ټپیان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x