بهرنیو چارو وزارت: ښايي د طالبانو او امریکا مذاکرات بیا ځلې پیل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښايي په نږدې راتلونکې کې طالب او امریکایي استازي یو ځل بیا د مذاکراتو مېز ته کېني.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت الله احمدي» په همدې تړاو وايي« طالب استازو د ایران، روسیې، چین په ګډون سیمه  ییزو هیوادونو ته سفرونه پیل کړي او ډېر امکان لري، چې د دواړو لورو تر منځ د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شي».

احمدي ددې تر څنګ زیاته کړه، طالبان کله هم نشي کولای د جنګ او تشدد له لارې افغان حکومت مذاکراتو ته کېنوي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د افغانستان د سولې په تړاو له تېرو څو میاشتو راهیسې روان مذاکرات څه موده وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر له لوري لغوه اعلان شول.

ډونالډ ټرمپ په کابل کې په امریکایي سرتېرو برید د مذاکراتو د لغوه کولو لامل وباله او تېره ورځ یې د یوې اعلامیې له لارې ټینګار وکړ، چې د جګړې د غځولو په صورت کې له طالبانو سره مذاکرات بیا ځلې پیل کېدای نشي.

بل لور ته طالبانو بیا د امریکا له لوري د مذاکراتو لغوه کول له مذاکراتي مېز څخه د هغوی تېښته وبلله او تر څنګ یې یاده کړه، چې دوی لا هم مذاکراتو ته ژمن دي او د خبرو دروازې یې بیا هم د امریکایي لوري په مخ پرانستې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د