رونالډو: د میسي په پرتله زه د زیاتو نړیوالو جایزو حقدار یم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): پرتګالي نامتو لوبغاړي کریستیانو رونالډو ویلي چې که څه هم لیونل میسي یو تکړه او سیال لوبغاړی دی خو د نوموړي په پرتله زه د زیاتو نړیوالو کلنۍ جایزو حقدار یم.

رونالډو چې اوسمهال ۳۴ کلن دی نړیواله کلنۍ (Ballon d’Or) یا د سرو زرو توپ جایزه په خپل ژوند کې پنځه واره ګټلې چې همدومره واره لیونل میسي هم ګټلې ده.

د یوونتوس لوبډلې حمله کونکي لوبغاړي کریستیانو رونالډو د یوې مرکې پرمهال ویلي «ګمان کوم ما باید ۶ یا ۷ او یا ۸ نړیوالې جایزې درلودی چې له هغه وړاندې وای».

د نوموړي په وینا چې میسي یو تکړه او نامتو لوبغاړی دی او لکه څرنګه چې دا زما له لاسه غوره لوبغاړی جوړ شوی زه هم د نوموړي له لاسه یو غوره لوبغاړی جوړ شوم خو «زه باید له میسي مخکې وای ځکه زه حقدار یم».

«که څه هم زه میسي سره نږدې اړیکې نه لرم او نه مونږ ښه دوستان یو مګر موږ د نړیوالو جایزو پړاو او مرحله له تېرو ۱۵ کالو راهیسې شریکه تېروو، کله دا ګټونکی وي کله زه».

نوموړی زیاتوي «زه ریکارډونو پسې نه ځم بلکې ریکارډونه زما پسې راځي، زه اوس په بریاو روږدي شوی یم، او دا یوه غوره خبره ده».

رونالډو په کلبي سیالیو کې د مانچسټر یونیټډ لوبډلې سربېره د ریال مدرید لوبډلې سره ډير وخت تېر کړی او دغه لوبډلې ته یې یو شمېر اتلولۍ هم ورکړي، خو اوسمهال د ایتالوي کلب یوونتوس لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

نوموړي پنځه واره د سرو زرو توپ جایزه ګټلې، دغه ډول یې د خپلې ملي لوبډلې په ګټه په ۲۰۱۶م کال کې د اروپایي اتلولي (UEFA) ګټلې او په ۲۰۱۹م کال کې یې د اروپا ملي لیګ سیالیو اتلولي هم وګټله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د