افغانستان

عمران خان: له ټرمپ به وغواړم، چې له طالبانو سره بیا ځلې مذاکرات پیل کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وايي، د امریکا متحده ایالاتو ته په خپل راتلونکي سفر کې به د یاد هیواد له ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وغواړي، څو له طالبانو سره لغوه کړي مذاکرات بیا ځلې پیل کړي.

دغه څرګندونې عمران خان د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته خلاصېدو د افتتاح په مراسمو کې وکړې، نوموړي وویل « زه راتلونکې دوشنبه په نیویارک کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر سره وینم، له نوموړي به وغواړم، چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې بیا ځلې پیل کړي».

خان زیاته کړه « زه به ټرمپ ته یاده کړم، چې له تېرو څلوېښتو کلونو راپدیخوا په افغانستان کې جګړه او وژنه روانه ده او دا به یوه ستره تراژېدي وی، که مذاکرات بیا ځلې پیل نشي او خبرې مخته ولاړې نه شي».

نوموړي له دې سره، سره ژمنه وکړه، چې هیواد به یې د افغان سولې د پروسې په برخه کې هر راز همکارۍ ته اوږه ورکوي.

عمران خان داسې مهال د افغان سولې د مذاکراتو لغوه کول «تراژيدي» بولی، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان سولې په تړاو یاد روان مذاکرات د امریکا د ولسمشر له لوري لغوه اعلان شول.

ډونالډ ټرمپ په کابل کې په امریکایي سرتېرو برید د مذاکراتو د لغوه کولو لامل وباله او تېره ورځ یې د یوې اعلامیې له لارې ټینګار وکړ، چې د جګړې د غځولو په صورت کې له طالبانو سره مذاکرات بیا ځلې پیل کېدای نشي.

بل لور ته طالبانو بیا د امریکا له لوري د مذاکراتو لغوه کول له مذاکراتي مېز څخه د هغوی تېښته وبلله او تر څنګ یې یاده کړه، چې دوی لا هم مذاکراتو ته ژمن دي او د خبرو دروازې یې بیا هم د امریکایي لوري په مخ پرانستې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسی تاسی خبر یاست چی پاکستان ډیری وعدی له امریکا له ولسمشر سره کړی مګر اوس چی پوه شو یوه وعده می هم پوره نکړ او کیدای شی چی په راتلونکی اکتوبر میاشت کی د خړ لیست څخه تور لیست پاکستان لاړ شی نو مهم ګڼی چی امریکا ته بیا لاړ شی او د سولی نغاره وډنګوی مګر زما په نظر اوس پاکستان د اقتصادی مشکلاتو سره مخ ده امکان لری خیرات غوښتلو ترڅنګ دا ځل امریکا څخه د نورو ډالره غوښتنه وکړی او بیا د طالبانو په مشرانو کی چی ړومبی ځل یی… نور لوستل »

مجاهد

نوری ګله ، په دی ګډو ،دو څومره کمیشن ترلاسه کوی؟ تاسی په سپین لست کی یاست ، برګ او که خړ لست کی یاست تور کی خو نه یاست

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x