«۷» نښې چې د شپې خوب کې د ماشوم تنفس تنګوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): راپورونه وایي چې د شپې لخوا خوب کې د ماشوم تنفس په سمه توګه نه اخیستل په جزوي یا بشپړ ډول د هوا ناسم چلند دی، چې له کبله یې ماشوم له بشپړ خوب پرته راپاڅيږي، او د ورځې په اوږدو کې د خوبولي او نارامۍ احساس کوي.

نفس تنګي یو شمېر لاملونه لري چې ځينې یې د مرۍ پړسیدل یا «مرغړي» دي د کومې له لارې چې هوا تنفس کیږي، چاغوالی او په بدن کې اضافي وازګه هم د ساه تنګۍ لامل کیږي.

دغه ډول هر هعه عصبي ناروغي چې د عضلاتو پياوړتیا له منځه وړي کولای شي د خوب پرمهال د ماشومانو د ساه تنګۍ لامل وګرځي.

په خوب کې د نفس تنګۍ ځینې نښې په لاندې ډول دي:

خوب کې خریدل

له کوم څرګند لامل پرته خوله راتلل

خوبونه لیدل

خوب کې ګرځېدل

سر دردي

د ورځې په اوږدو کې په ترکیز او توجو کولو کې په بشپړ ډول ستونزې

د ساه تنګۍ له کبله له خوبه د ماشوم راپاڅېدل

دغه ستونزې د زړه ناروغۍ او وینې جریان ګواښ زیاتوي، آن چې د ناڅاپي مړینې لامل هم کیدلای شي، نو لازمه ده چې د داسې ستونزو پرمهال ډاکټر ته رجوع شي تر څو د ناروغۍ زیاتېدو مخه ونېول شي.

راپور د یادې ناروغۍ د درملنې په اړه وایي چې لومړی ددغو نښو مخنیوی کول په کار دي، د بیلګې په ډول که د یوه ماشوم نفس تنګي د چاغوالي له کبله وي باید وزن کم کړي، که چیرې د شپې لخوا د هوا ناسم چلند له کبله وي باید داسې وسیلې وکارول شي چې د هوا لارې خنډ نشي. دغه راز ددې ناروغۍ درملنه په پوزه یا مرۍ کې د شته غوښې د عملیاتو کولو له لارې هم ممکنه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د