پاکستان: ډینګي ناروغي په پراخه کچه زیاته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان په پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د تېر په څېر یو وار بیا د ډینګي وایروس زرګونه کسان ناروغان کړي دي.

پاکستانی بېلا بېلې ورځپاڼې وایي چې په تېرو څو اوونیو کې په زرګونو کسان د ډینګي په وایروس اخته شوي او لسګونه نورو د یادې ناروغۍ له کبله خپله ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا ناروغي د یوه ځانګړي غوماشي (ایډیس ایجپټي) له لارې رامنځته کیږي چې ددې په واسطه له یوه نه بل کس ته لیږدول کیږي. د راپورونو په وینا دغه غوماشی هغه ځای کې موندل کیږي چیرې چې پاکې ولاړې اوبه موجودې وي.

ګڼ شمېر راپورونه وایي چې یوازې په خیبر پښتونخوا کې تر ۱۰۰۰ ډیر کسان پر ډینګي وایروس اخته راجستر شوي دي. دا شمېره د تېرو کالونو په پرتله کمه ده.

دغه ډول ورځپاڼې زیاتوي چې د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې له ۲۰۰۰ زیات د ډینګي ناروغان په روغتونونو کې راجستر شوي دي، له دې زیاته شمېره د سند په بېلا بېلو ښارونو په ځانګړي ډول کراچۍ کې هم ښودل شوې ده.

د پاکستان روغتیا محکمه وایي چې له دې پرته پر ډینګي ناروغۍ نور اخته ناروغان ښه شوي او کورو ته لیږدول شوي دي.

د ناروغۍ څرګندې نښې سخته تبه، قۍ کول او د سترګو درد ښودل کیږي، ددې ناروغۍ ډاکټران وایي چې له ډینګي غوماشو چیچلو نه وروسته ناروغ کې ددې نښې له دریو ورځو وروسته تر دوه اوونیو پورې راڅرګندیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکي وايي، هر کال په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۲ زره کسان د دغې ناروغۍ له کبله مري.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷م کال کې دغې ناروغۍ پاکستان کې د وبا شکل اختیار کړی و چې شاوخوا تر ۱ ملیون کسان یې اغیزمن کړي وو او له کبله یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د