افغانستان

ننګرهار: د جلغوزيو په کارګرانو ډرون بريد ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): په ننګرهار ولايت کې د جلغوزيو په کارګرانو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اجمل عمر وايي چې تيره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي سيمه کې په هغو ملکي وګړو بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی چې په غره کې د جلغوزيو په راټولولو بوخت وو.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دېرش تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلويښت نور ټپيان دي.

بل لور ته د ننګرهار د ولايتي شورا پخواني غړي او د اشرف غني سلاکار جاويد زمان غمشریک هم په ملکي وګړو د بې پيلوټه الوتکې بريد تاييد کړی دی او ويلي يې دي چې په بريد کې هغه خلک په نښه شوي دي چې په غره کې یې جلغوزي راټولول.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بيا وايي چې بريد د خوږياڼو ولسوالۍ په تنګي سيمه کې په داعش وسله والو شوی دی چې شل تنه داعشیان پکې وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ملکي وګړو هوايي بريدونه او شپنيز عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

څو مياشتې وړاندې هم په ميدان وردګ ولايت کې اووه تنه ملکي وګړي چې د ښکار لپاره غره ته ختلي وو په هوايي بريد کې وژل شوي وو.

په ننګرهار ولايت کې د جلغوزيو په راټولونکو کارګرو هوايي بريد په داسې حال کې کيږي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په دې ولايت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په شپنيزو عملياتو کې څلور وروڼه په خپل کور کې ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

کافرو په ننګرهار کو توره وکړه او طالبانو بیا د هغوی په عوض کی په زابل کی توره وکړه. ویل کیږی چی د زابل په انتحاری حملی کی هغه دوه کوچنی ماشومان چی دوساعته مخکی دنیا ته راغلی ول هم شهیدان شول. زابل همدا یوه ملکی شفاخانه درلوده چی د جهاد له برکته ټوله ورانه شوه. د امریکایانو او طالبانو څه فرق دی؟

عبدالله

بس هم دا یی فرق دی هغه کافر دی ظلمونه کوی، چاپی وهی مدرسی ورانوی، مساجد شهیدانوی او طالب جان بیا چی کلیمه وایی خو مکتب الوزوی، مساجد په زانمرگی شهیدوی، د امینیت ۵ عسکرو په خاطر توله شفاخانه سره د ناروغانو او پایوازانو د جهاد په نامه الوزوی او شهیدوی. جمیل، مجاهد او‌…. خخه چی یی شرعی استناد وغواری چی هغه ماشومان هم کافر ول؟ وایی ته دالر خور یی، یا درته وایی ته د کافرو ظلم نه وینی؟؟ هغه ولی نه یادوی. وا ظالمه هغه خو کافر دی اشغالگر دی د همدی لپاره راغلی دی، ته خو مسلمان… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

محب جانه! د دغه جلغوزیو کارګرانو انتقام به څه وخت واخلی؟

جميل

اجمل ته ! که کفری لښکر ټوله هيواد وران کړی او په لکهاو افغانان شهيدان کړی تاسی به بياهم د هغو ظلم او ګناه په خپلو درواغو ورپټوی او پر آزادی غوښتونکو او د دين او د هيواد پر ساتونکو به تهمت کوی بيله دی چی د کفارو ظلم وغندی . هڅه وکړی يو څه قرانکريم ، نبوی احاديث او د ميړنيو افغانانو تاريخ ولولی ، سترګی به مو روښانه او سر به مو خلاص شی او د سپيڅلی مجاهدينو فرق به د کفری ظالمو اشغاګرو سره په ډيره آسانی سره وکړای شی خو که الله تعالی غوښتی وی ،… نور لوستل »

عبدالله

جمیل ستا نظر د زابل د شفاخانی د شهیدانو په اروند سه دی؟؟ هغه عام خلگ مردار بولی که شهید؟؟؟

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x