طالبان وايي لوګر کې يې اته امريکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل):  يو تن سرتيري بريدګر په لوګر ولايت کې د امريکايي عسکرو په موټريز کاروان بريد کړی او اته امريکايي عسکر يې وژلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن ماښام شپږ بجې د لوګر مرکز اړوند د پاد خاب شانه په خضر سيمه کې يې د امريکايي عسکرو د موټرو په کاروان بريد کړی او اته امريکايي عسکر يې وژلي دي.

مجاهد ويلي دي چې په دې سرتيري بريد کې د امریکايي عسکرو يو ټانګ په بشپړه توګه له منځه تللی او بل يې هم زيانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن په زابل ولايت کې هم د ملي امنيت په رياست بريد کړی و.

بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې په افغانستان کې په بهرنيو او داخلي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي.

د لوګر ولايتي چارواکو او هم په افغانستان کې د امريکا مطبوعاتي مسؤلينو تر اوسه د لوګر د سرتيري بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

زړه مې د ننګرهار د جلغوزیو په کاروان برید ډیرخفه و
همدا اوس مې زړه د خوشالۍ هوا پیدا کړه
یالله ته د مظلوم ولس مددګار یې یالله کفار نیست او نابود کړې

اجمل
میلمه
اجمل

الله نه طالب پاتی کړی او نه هم دا کافران. کافرانو په ننګرهار بیګناه کسان شهیدان کړل او طالبانو په زابل کی.

اجمل
میلمه
اجمل

الله مو خوار کړه زابل کی خو مو طبی کارکونکی، ډاکتران، مریضان او د هغوی پیوازان شهیدان کړی. ما یی کلپ ولیده ډیره بده ورځ مو پر بیګناهو خلکو جوړه کړی وه. ستاسو او امریکایان هیڅ فرق نشته هغوی په ننګرهار توره وکړه او تاسو په زابل کی. بیا نوم د جهاد پریژدی.