WASHINGTON, DC - SEPTEMBER 12: A sign stand outside the U.S. State Department September 12, 2012 in Washington, DC. U.S. Ambassador to Libya J. Christopher Stevens and three other Americans were killed in an attack on the U.S. Consulate in Benghazi, Libya. (Photo by Alex Wong/Getty Images)

په حکومت کې د فساد له امله، امریکا سل میلیونه ډالر مرسته بیرته ګرځولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیواد یې له افغانستان سره د عامو خلګو د هوساینې په موخه مرستې کوي؛ خو د شفافیت نشتون او د مرستو غلط مدیریت ددې لامل شوی، چې متحده ایالات له افغانستان سره کېدونکې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته بیرته خپلې خزانې ته وګرځوي او ۶۰ میلیونه ډالر نوره مرسته وځنډوي.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « امریکا تمه لري، له افغانستان سره کېدونکې مرستې د ټولګټو په برخه کې ولګول شي؛ خو په ادارو کې موجود فساد، ناسم مالي مدیریت او د حکومت نه پاملرنه ددې لامل شوې، چې موږ له افغانستان سره کېدونکې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته بیرته خپلې خزانې ته انتقال کړو».

خبرپاڼه زیاتوي « دغه مرسته په افغانستان کې د برېښنایي انرژۍ د پنځو سټيشنو جوړولو او د کندهار-غزني او کجکی- کندهار په لاره د غځول شوې برېښنا لپاره د ځایونو جوړولو ته ځانګړې شوې وه، چې اوس بیرته ګرځول شوې ».

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د افغانستان د تدارکاتو په ملي اداره کې فساد او د حکومت له لوري د مرستې د معیارونو نه پوره کولو او د حساب ورکونې په برخه کې د شفافیت نشتون په یادو ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې سربېره ۶۰ میلیونه مرسته نوره هم ځنډولې.

په یاده خبرپاڼه کې   په څرګند ډول د کابل حکومت ته ور یاده شوې، چې باید د فساد په برخه کې جدي مبارزه وکړي او اداري فساد له منځه یوسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا هسی بهانه ده چه امریکا یی په ۱۸ کلونو کی د لمړی ځل د پاره اعلانوی او نه دا تصادفی ده له وقوع دمخه امریکایانو ورته زمینه سازی کړی او کوی دغه د ګوتو به شمار بیلونران او د هیواد یو سلنه غلامه اداره بیلونران کول د همدغه بی پوشتنو او بی مراقبت او مواظبت قراردادونه ورکول دی د پروژو افتتاح په ډیرو شاندارو مراسمو ترسره او انتهی یی ورکه او یا ډیر بی کیفیته وی . دا چه اتلس کاله وروسته د یوه قرار داد یا پودیجی په اړه خبره کوی د دی تر شاه هم څه خوندی… نور لوستل »

eng.Sakhi Gul
میلمه
eng.Sakhi Gul

په تاسف باید ووایم چه آمریکا په حقه دا تصمیم نیولی دی ما په وزارت زراعت کی یوه پروژه درلوده اسلا د دولت انجینران او نور مقاماتو سره دا فکر او نظر نشته چه پروزه په وقت ختمه شی او کیفیت یی ښه وی صرف او صرف پدی فکر کی دی چه ځرنګه پیسی د دوی جیب ته ورشی فقط چږر روان دی دا بهتره ده چه هیځ کمک ونشی ددی نه چه پیسی چور شی د خلکو احسان خو به په افغانانو نوی
انجینر سخی ګل

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

کله چی ځینو رسانیو اعلان وکړ چی د برښنا شرکت له ایران د برق اخلی نو امریکا ددی خریداری په غبرګون کی ۱۶۰ میلیون ډالرو د بندیدو خبر وکړ مګر همدا امریکا ده چی غلا ته زمینه برابره کړی او زیاتره لنډه غر او ځینی طالب چارواکی د ډالرو څښتنان کړل ځکه اوس طالبان هم د امریکا په اشاره په کندز او بغلان کی د برق مزی پری کوی او زور یی له عام ولس څخه وځی. مګر بیا وایی چی دا هم یو ډول جهاد دی افسوس چی موږ اوس پاکستان پلان د عملی کولو لپاره هم جهاد وایو… نور لوستل »