د مجیب ترڅنګ ظاهر خان هم بیګ باش لیګ کې شامل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د استرالیا کرېکټ غوره لیګ «بیګ باش» په راتلونکي پړاو سیالیو کې د مجیب ځدران لوبډلې «بریسبین هیټ» ظاهر خان هم له ځان سره شامل کړ.

د بریسبین هیټ لوبډلې وړمه ورځ اعلان وکړ چې په لوبډله کې یې د  مجیب الرحمن ترڅنګ د افغان لوبډلې چپ لاسی سوکه توپ اچونکی ظاهر خان (چینامین) سره هم تړون لاسلیک کړ.

ظاهر خان په دې اړه خوښي ښودلې، نوموړي ویلي چې «دا زما لپاره ډیر د خوښۍ ځای دی چې د استرالیا په غوره لیګ کې لوبیږم، په ځانګړي ډول د خپل ملګري مجیب سره یوځای، مجیب ماته همیشه د بیګ باش لیګ په اړه ښې خبرې کړي نو زه غواړم چې یو ننګونکی کردار ادا کړم».

https://twitter.com/HeatBBL/status/1174248602031575041?s=20

د استرالیا په بیګ باش لیګ سیالیو کې راشد خان او محمد نبي له تېرو دوه کالو راهیسې خو مجیب الرحمن او قیس احمد له تېر کال راهیسې لوبیږي چې اوس یې ظاهر خان هم برخه شوه.

محمد نبي د یاد لیګ په «ملیبورن رینیګیډز» راشد خان د «اډلیډ سټرایکرز، قیس احمد د «هوبارټ هوریکنز» مجیب الرحمن او ظاهر خان به د «بریسبین هیټ» لوبډلې سره ولوبیږي.

د استرالیا د بیګ باش لیګ نهم پړاو سیالۍ به د روان کال د دیسمبر میاشتې له ۱۷مې نیټې څخه پېل او د ۲۰۲۰م کال فروري میاشتې تر ۸مې نیټې به دوام وکړي، چې ټولې په کې ۸ لوبډلې شاملې دي، د یاد لیګ تېر پړاو سیالیو اتلولي د محمد نبي لوبډلې «میلبورن رینیګیډز» خپله کړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د