شعـــــرونه

انځورونه/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان

تۀ را ياد شې، کړم را غاړي انځورونه
ستا د ناستي او ولاړي انځورونه

د مسکا په ځای به اوښکې پکې راشي
که څوک ما غريب نه غواړي انځورونه

خبرياله! نړيوالو ته ښکاره کړه
د شهيدې دښتې، شاړي انځورونه

دېوال ړنګ وي، ماشومان وي ترېنه لاندې
څۀ بلا دردونه ژباړي انځورونه

مخ ګلاب، قد دي چنار، سترګې غزل دي
په ښکلا باندې دي وياړي انځورونه

شفاعته! ليوني درد يم نيولی
بدرګه راسره ژاړي انځورونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx