افغانستان

کرزی: په ډیورنډ د سرحد لیکل افغانستان سره خیانت دی – ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي چې په ډیورنډ کرښه د سرحد لیکل افغانستان سره خیانت دی چې افغانانو د ګندمک د معاهدې څخه وروسته منلی نه دی.

کرزي وویل چې په ۲۰۱۴ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سرنوشت وټاکلو او خلکو په دې هیله چې وضعیت به ښه شي غبرګون ونه ښود، خو حالات ورځ تر بلې خراب شول.

«موږ ولیدل چې څه وشول په مملکت مو څه وشول په خلکو څه وشول، په اتحاد و اتقاق مو څه وشول په حکومت او حکومتدارۍ مو څه وشول او په اقتصاد مو څه وشول».

کرزي وویل چې د ۲۰۱۴ ټاکنو وروسته پاکستان د دې جرأت پیدا کړ چې د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار تېر کړي او پرون حکومت ډیورنډ په تورخم کې د پاکستان د لومړي وزیر سره یوځای د سرحد په نوم یاد کړ.

کرزي د حکومت له خوا د ډیورنډ پر کرښه د تورخم لارې ۲۴ ساعته خلاصولو پرانیستې غونډې په غبرګون کې د افغان چارواکو ګډون د تأسف وړ وګڼلو.

کرزي زیاته کړه کله چې د سولې خاوندان شو بیا به څوک د دې جرأت نه پیدا کوي چې په ډیورنډ اغزن تار تېر کړي یا څوک پرې درانده انسان وژونکي بمونه وغورځوي.

هغه د روانو ټاکنو په اړه وویل چې انتخابات یواځې په ازاد او سولییز افغانستان کې ممکن دي او افغانان یواځې هماغه وخت خپل سرنوشت ټاکلی شي.

کرزي همدا راز وویل چې سوله هلته راتلی شي چې د امریکا له افغانستان سره صادقانه همکاری وکړي او سولې ته ژمن شي یا به د افغانستان ملت قیام کوي او امریکا به وباسي او سوله به راولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ته غل، خائن، ټګمار، بی ناموسه، وطن پلورنکی، د پردیوغلام، لوطی، شرابی، خودکش بیګانه پرست، دپښتنوقاتل، او………….. دشرم خبری کوی.

اجمل

هره بلا څه یی خو د طالبانو څخه دی غیرت زیات دی. هغوی په داسی مسایلو کو، لکه د پر کنړ د پنجابیو راکټونه او داسی نور چوپه خوله پاتی وي.

جميل

دا چی ته پخپله د رستورانۍ څخه د ۵۰ لونډه ګانو پر اوږو سپور راغلی خيات نه و ؟
غيرتی او موئمن افغانان به لمړی دا ۵۰ اشغاګر وشړی ، د دوی د شړلو سره به سم لوحه پخپله ورکه شی .

گل محمد نوری

کچیری د کرزی په ۱۴ کلنه دوره کی پنجاب حاکم او جابر دولت په افغانانو او پښتنونخوا باندی ظلمونه نه وی کړی او دلته یی د افغانستان په داخلی چارو کی مداخله نه وای کړی ما به ویلی وو چرا رښتیا د ستا دوره د سپینو کوترو او ملایکو دوره نو چه تا په همغه وخت کی د قطر مخالفت نه وای کړی او شل ځله د ملابرادر لپاره پنجاب ته ننواتی نه وایی کړی او خپلی ملی غیور دی لکه احمدشاه بابا ساتلی وای موږ به ویلی وای چی رښتیا یو شخصیت تیر شوی، د ستا په دوره کی چی کله ګل آغا شیرزی د ننګرهار والی پنجابیان په ښکاره په جلال آباد کی ګرځیدل، ولی ته نه خبریدی، بیا نو دا ستا خپل داخلی مشکل او مدیریتی ضعف ده مګر را به شو دیته چی اوس ددی د ډیورنډ سر خپل غږ اوچت کړ در څخه مننه کوم. ځکه له طالبانو د غیرت زیات اقلآ هغه خپل درد او فریاد له ولس سره د پنجاب پر ضد پورته کوی.

غ.حضرت

د عوامو لپاره تر هر لمانځه وروسته دا دُعا مروجه ده چی:
الهی ما او زما والدین وبخښې.
امّا
د خواصو لپاره به دا دُعا ډېره ګټوره وی چی:
الهی ما د قدرت د خوند د تندی څخه وساتی.
د قدرت تنده تر بدنی تندی هم ځوروونکې او حتی ویرانوونکې وی.
د قدرت تنده د مسلمان څخه کافر او د کافر څخه مسلمان! جوړوی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close