
هند او متحده عربي امارات د افغانستان سولې مخالفو امريکايي سياستوالو او کارپوهانو ته پيسې ورکوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل):متحده عربي امارات او هندوستان په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې د پای ته رسولو مخالف دي او وخت پر وخت په دې اړه ګڼ رپوټونه هم خپاره شوي، خو په تازه خپرو شوو رپوټونو کې راغلي، هند او امارات په امریکا کې هغو سياستوالو او د رسنيو کارکوونکو ته پيسې ورکوي، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو او له طالبانو سره د سولې خبرو مخالف دي.
راپور زياته کړې، چې دا پيسې د سولې خبرو مخالفو کانګرس غړو، سناتورانو، ليکوالوانو او څېړنیزو مرکزونو ته ورکول کيږي، تر څو د سولې روان بهير په اړه شکونه، اندېښنې او مخالفتونه راپورته کړي.
د جمهوري پلوو سناتور لنډسي ګراهام سربېره يو شمېر امريکايي سياستوال او کارپوهان له تېرې اوږدې مودې راهيسې د روانې جګړې د پای ته رسولو او له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه په رسنيو کې مخالفې څرګندونې کوي.
امريکايي رسنۍ وايي، هند په امریکا کې د داسې لابي ګروپ ملاتړ کوي، چې شتمن او متنفذ امريکايان په کې راټول شوي او د هند په ګټه د امریکايي چارواکو د نظرونو بدلولو لپاره کار کوي.
څو مياشتې وړاندې هم د برتانيې «ميډل ايسټ ای» ويب پاڼې په خپل راپور کې ويلي و، چې متحده عربي اماراتو د امریکا د بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتي، چې د طالبانو لوړپوړي مشران د بلک واټر او نورو جګړه مارانو پر مټ ووژني او د دې وژنو ټول لګښتونه به هم متحده عربي امارات پر غاړه واخلي.
هند دغسي بډي له ډېره وخته حامد کرزي او د هغه بانډ ته هم ورکوي او په دې وروستيو کي د حامد کرزي او د کندهار د امنيه قوماندان تادين پر دغو بډو جنجالونه هم سره را پورته سوي دي. د اشرف غني بانډ هم امريکايي مادي پالو او جګړه پلوو عناصرو ته بډي ورکوي. دا څرګنده او تر لمر روښانه خبره ده چي په ګران هيواد افغانستان کي جګړه د هيڅ هيواد د عامو خلکو په ګټه نه ده، خو د يو شمېر هيوادونو ځيني خاين چارواکي د دغسي رشوتونو او د جګړې په طفيل د ترلاسه کېدونکو مادي… نور لوستل »
جمیل جانه سر خلاص که، دغسی معاملی نه تنها ستاسو پر سر شروع دی بلکی حکومت او موژ تول عام وگرو پر سر جریان لری.
جگره دبل د گتو لپاره ده د نورو اهداف پکشی تر لاسه کیزی. وگوره عباس ستانگزی اوس ترمپ د خبرو لپاره زاری کوی زکه عمران خان بیا وعده تازه کره چی طالب به د بیا خبرو لپاره میز سرته راکش کرم.
که مسلمان یی او افغان یی لژ پر زان او افغانانو زره سوی وکه لیکن غالب راته افغان نه شکاره زکه ته زابل د بیگناه خلگو وژلو خوند اخلی
عبدالله جانه زه جميل نه يم. زه د پيغمبر عليه الصلاة والسلام امتي يم او لکه څنګه چي د هغه د جنګه بد راتله زما هم هغسي بد ځني راځي. د ستانکزي خبري ما هم اورېدلي دي. هغه چا ته زارۍ نه دي کړي، بلکي د طالبانو د جګړې ضد او سوله خوښی سياست او پاليسي يې بيان کړې ده او دغه خبري يې د ټرامپ او د هغه د غلامانو پر مخونو د توکلو مانا لري. وپوهېدې !
افغان ته !
ستاسو د لمړی جملی په مفهوم او مقصد پوه نشوم چی زه مو د چا په امتيانو کی شميرلی يم .
هو منې ! زما مطلب دا وو چي عبدالله ته ووايم چي تا اشتباه کړې ده زه جميل نه يم او بله مي دا ورته څرګنده کړې ده چي زه پر جګړه او د بې ګناه خلکو پر مرګ ژوبله خوند نه اخلم، بلکي سخت په خوابدی کېږم او هيڅ مسلمان افغان د بې ګناهانو پر مرګ ژوبله څه چي پر لږ زهيرېدو يې لا بايد خوند وانه خلي.او ګران ورور جميل ښه مبارز او معقول مسلمان دي پر هغه هم د عبدالله خبره سمه نه ده .
جميل صاحب سلامونه مي ومنئ
ماچي عبدالله ته ويلي دي چي زه جميل نه يم د دغه ورور اشتباه مي ور رفع کړې ده او بيا مي د هغه د تور جواب ويلی دی. تاته خبره نه ده متوجه.
افغان وروره ! علیکم السلام و رحمةالله
مننه ، کور دی ودان، بریالی اوسی .
افغان وروه!
ما واضح جمیل یادکری زه نه پوهیزم ته ولی غصه شوی؟؟
هغه جمیل چی د زابل د شفاخانی بیگناه ناروغانو شهادت ورته جهاد شکاری، هغه جمیل چی تقریبا۱۰۰ بیگناه د زابل د پیشی زخمیان غزا بولی هغه جمیل چی د ماشومانو شهادت په کابل هوتل کی جهاد یادوی. او کله ورخخه شرعی دلیل وغواری درته دالر خور غلام…. شکنزل کوی دایی تربیه او منطق وی.
هسی بوس ما بدوا ټامیان به هر ارمان جهنم ته ځان سره وړی
کمیشن کاره غلامان مه ځوروی، وایی اوبه چه په سر واوړی څه یوه او څه یی سل نیزی . دوی لکه د واده د غوزانو په شان ( چه حقایق سرچپه کړی ) ډالر ټولوی دوی د ډالرو د پاره ډالرو ورکوونکو ته قضایی مصونیت هم ورکړو یعنی د دوی په کورونو کی به تر دوی د اولیت حق لری له دوی نوره څه هیله لری د دوی سره مناقشه هم شرم او ګناه ده. بس دوی پریږدی چه د یو څو ډالرو دپاره ځان او خاک فروشی کوی او ډالری تر لاسه کوی په غربی او غربی هیوادو کی… نور لوستل »
غربی امارت په مثال د هغی ډمی دی چی خپله لا بدفعلی لویدلی وی خو نورو ډمو ته د بدفعلی لپاره ځای پیده کوی
ټول جنس ثالث دی نه نر دی نه شزی
د هر چا خپل شخصی نظر ده مګر زما نظر داده کله چی متحده عربی اماراتو او بحرین د هند لومړی وزیر نریندرا مودی ته مډال ورکړ او د کشمیر موضوع یی د هند او پاکستان داخلی موضوع یاد کړ نو اوس ځکه زیاتره رسانی د هند او اماراتو خلاف د پاکستان په نفعه خبری کوی. زما بل نظر د سولی په اړه داده کله چی دوه ورونه په یوه کور یا کلی په جنګ وی نو د جنګ په حالت کی نشی کولای چی د هغوی په مینځ کی منځګړی توب وکړی او د دواړه مشکل واوری نو باید… نور لوستل »
که څوک غواړي چي د نن ورځي وروسته بې عقل په مخ وپيژني دغه دوې څهرې دي په خپل ذهن کي ثبت کړي. هر یو که په شکل کي دغو دوو محترمینو ته سوی وو، پرته د امتحانه کولای سئ چي د بېعقلئ سرټفیکیټ ورته ډالۍ کړئ……