د تونس پرځول شوی ولسمشر زين العابدين بن علي په سعودي کې ومړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۱۱ په عربي پسرلي کې د تونس پرځول شوی ولسمشر زين العابدين بن علي تېره ورځ د سعودي په جده ښار کې د ۸۳ کالو په عمر مړ شوی دی.

د بن علي مدافع وکيل منیر بن صالحه د هغه د مړينې پخلی کړی او وايي، چې نوموړی ناروغ و، څو ورځې وړاندې روغتون ته لېږدول شوی و.

بن علي د ۲۰۱۱ کال په جنوري مياشت کې هغه مهال له خپلې کورنۍ سره سعودي ته وتښتېده، چې تونس کې د هغه د واکمنۍ پر ضد پراخ لاريونونه پيل شول.

له تېرو څو کلونو راهيسې، چې زين العابدين بن علي په سعودي کې مېشت و، د رسنيو له سترګو پټ و او ډېر لږ وخت به د هغه وکيلانو د اړتيا پر مهال رسنيو ته خبرې کولې.

نوموړی له تېرو کلونو راهيسې د پروستات په ناروغۍ اخته و.

بن علي څوک و؟

زین العابدين بن علي د ۱۹۳۶ کال په ۳ سپتمبر د تونس په حماس سوسه ساحلي ښار کې زېږېدلی و.

په ۱۹۸۷ کې يې د هغه وخت پر ولسمشر الحبیب بورقيبه سپينه کودتا وکړه، نږدې ۲۳ کاله يې واکمني وکړه او بالاخره د ۲۰۱۱ کال په جنوري مياشت کې د پراخو ولسي لاريونو په پایله کې يې واکمني نسکوره شوه او سعودي ته په تېښته بریالی شو.

په ۲۰۱۱ کال کې د تونس محکمې نوموړی د مالي فساد او بنديانو د تعذیب له امله په غياب کې په ۳۵ کاله بند محکوم کړی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د