محمد جواد ظریف، د ایران د بهرنيو چارو وزير

جواد ظريف: پر ایران د سعودي يا امریکا برید به د پراخې جګړې لامل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، که امریکا او يا سعودي پر ایران پوځي برید وکړ، دې سره به په ټوله سيمه کې پراخه جګړه پيل شي.

ظريف د امریکا له «سي ان» ان تلويزوني شبکې سره د خبرو پر مهال ويلي، ایران جګړه نه غواړي او نه هم سيمه کې د تاوتريخوالي پلوي کوي، خو که زموږ پر خاوره برید وشو، بيا ورته لاس تړلي نه کينو.

پر ایران د سعودي او امریکا ممکنه برید په اړه جواد ظريف وويل، که پر ایران برید وشي، دې سره به په ټوله سيمه کې شامله او هر اړخيزه جګړه رامنځته شي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي و، چې بي ډله  «اشاره يې اسرائيلو او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ته وه» هڅه کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران ضد جګړې ته وهڅوي.

تېره اونۍ د سعودي په خریص او بقیق تېلو چاڼځايونو د بې پيلوټه الوتکو لس بریدونه شوي وو، چې سعودي ته يې پرېمانه مالي زيانونه اړولي او د تېلو صادرات يې پنځوس سلنه راکښته شوي دي.

د دغو بريدونو مسؤوليت د يمن حوثي وسله والې ډلې منلی، خو امریکا وايي، دا برید د ایران له خاورې شوی او د ایران حکومت يې په دې اړه ملامت بللی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو سعودي ته تللی او وايي، دی په دې اړه ډېر معلومات لري، چې دا برید ایران کړی دی.

پومپيو زياته کړې، چې د ایران پر ضد د ګام اخيستو لپاره له سعودي چارواکو سره په سلامشورو بوخت دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

ټاکل شوی چی پاکستان لومړی وزیر په دوه ورځنی سفر سعودی او بیا امریکا ته لاړ شی غواړی چی پدی سفر کی طالبانو په شان له امریکا او سعودی سره مرسته وکړی او داعش په زور ایران ته تهدید پیښ کړی. نو امکان لری چی دا ځل بیا پاکستان د طالبانو او نورو جیش ډلی، لشکر طیبه او نورو ډلو په واسطه چی پاکستان په خدمت کی دی د داعش د بیرق لاندی د ایران پر ضد په مفته وجنګوی او د امریکا او سعودی څخه ډالر واخلی مګر هغه طالبان وو چی پاکستان په سوداګری تر ننه پوری په… نور لوستل »