
په درې اړخيزه سيريز کې افغانستان نن له زمبابوې سره مخ کيږي
نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸): د افغانستان کرېکټ لوبډله د درې اړخيزه شل اوريزو سياليو په لړ کې له پرلپسې دوه برياو وروسته نن يو وار بيا له زمبابوې لوبډلې سره مخ کيږي.
زمبابوې لوبډلې د يادو سياليو په لړ کې خپلې درې لوبې بايللې دي چې دوه واره بنګلديش او يو وار افغانستان ماتې ورکړې ده.
افغان لوبډلې د بنګلديش او زمبابوې پر وړاندې يوه يوه سيالۍ ترسره کړې او په دواړو کې يې بريا خپله کړې ده، دوی به يو وار بيا نن له زمبابوې سره د بنګلديش د چټوګرام په ظهور احمد لوبغالي کې د مازيګر په پنځه بجې مخامخ کيږي.
تمه کيږي چې افغان لوبډله په ننۍ لوبه کې يو شمېر لوبغاړي بدل او پر ځای يې نويو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس ورکړي.
تر دې دمه بنګلديش او افغانستان ۸ شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي چې افغان لوبډلې په ټولو لوبو کې بريا خپله کړې ده.
https://twitter.com/ICC/status/1174926162427957249?s=19