د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان د پوځ یو افسر او سرتیری وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور وايي چې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار د لګولو پر مهال یوې چاودنې یو پوځي افسر او یو سرتیری وژلی.

تورن جنرال اصف غفور پر ټویټر لیکلي چې تورن عدیل شاهد او سرباز فراز حسین د ډیورنډ پر کرښه مومندو سیمه کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د پوځ دغه دوه منسوبین په مومند سیمه کې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار پر لګونې څارنه کوله چې د بمي چاودنې ښکار شول.

په روانه اونۍ کې دا درېیم ځل دی چې د ډیورنډ پر کرښه او قبایلي سیمو کې پر پاکستاني پوځ بریدونه کیږي.

تر دې وړاندې په شمالي وزیرستان کې په یوه برید کې یو پاکستانی پوځي ووژل شو او تر هغه وړاندې به یوه بل برید کې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو پر مهال ۳ پاکستاني پوځيان و وژل شول.

همدا را د جولایي په میاشت کې په یوه برید کې ۶ پاکستاني پوځیان و وژل شول.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د افغانستان سره د ډیورنډ پر کرښه د تېرو څو کلونو راهیسې اغزن تار لګوي چې تر دې مهال یې تر ۹۰۰ کیلومترو څخه زیاتې برخې يې اغزن تار لګولی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

څو چی پاتی یو افغان وی، تل به دا افغانستان وی. په زوره اغزن تارونه پر افغانانو به هیڅ کله هم قبول نشی تا لړی د انفجار به روانه وی تر څو ټول اغزن تارونه له بینه نوی لاړ.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

یو سوال ولس سره پیدا شوی هغه داده چی ددی کرښی په اړه چی طالبان ځان افغانان شماری او اوس په قطر کی سیاسی دفتر هم خلاص کړی ولی ددی کرغیړنی کرښی په اړه د هیواد په نفعه غږ نه پورته کوی داسی خو نښکاری چی دوی مخکی له مخکی پنجاب سره ورباندی معامله کړی وی او هغه معاله خط یی چی مخکی اوازی وی چی طالب چارواکو امضا کړی او په رسمیت پیژنی، او اشرف غنی هغه خط یا سند له ځان سره ترینه قید کړی دی. ترڅو طالبان په آینده دا ادعا ونکړی چی ډیورنډ کرښه موږ په… نور لوستل »