د تدارکاتو اداره: تیار یو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اندېښنو ته ځواب ووایو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اداري فساد د شتون او د مرستو د ناسم مالي مدیریت له امله له افغانستان سره کېدونکې ۱۶۰ میلیونه ډالره مرسته وګرځوله؛ د تدارکاتو ملي اداره یې په تړاو وایي، چمتو دي د خپلو ټولو کړنو په تړاو جواب ووايي.

د تدارکاتو له ادارې څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « موږ د خپلو ټولو کړنو او فعالیتونو په تړاو جواب ویلو او حساب ورکولو ته چمتو یو».

خبرپاڼه زیاتوي « د تدارکاتو ملي اداره خپلې ټولې چارې د اقتصاد د ملي کمېسیون، د قاطع ماموریت د څارونکو  او د سیګار په ګډون د نړیوالو څارندویانو تر سترګو لاندې په مخ وړي او یادو ټولو بنسټونو د شفافیت په برخه کې د تدارکاتو د ادرې ستاینه کړې».

د تدارکاتو ملي ادارې ددې ترڅنګ تاکيد کړی، چې د فساد په وړاندې مبارزه خپل لومړیتوب بولي او تر څنګ یې تیار دي د متحده ایالاتو ټولو اندېښنو ته جواب ووايي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د متحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې خبر ورکړ، چې له افغانستان سره کېدونکې ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته یې بیرته خپلې خزانې ته انتقال کړې او ۶۰ میلیونه نوره مرسته یې ځنډولې.

متحده ایالات په حکومتي ادارو کې فساد، ناسم مالي مدیریت او د حساب ورکونې د شفاف سیسټم نشتون د خپلې مرستې د ځنډ لامل یاد کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

ملی تدارکاتو اداره باید لومړی د برشنا شرکت ټولی تدارکاتی او تطبیقی چاری یو ځل و ارزوی او ولس ته سپیناوی ورکړی ځکه د څارنوالی اداری که زیاتره د فساد قضیی لری مګر تر اوسه یی مقنع دلایل نشته چی دا څه ډول او د کوم تدارکاتی قانون په اساس مخی ته تللی دی.