افغانستان

د ګډون او بدلون ټاکنیز ټیم له «دولت جوړوونکي» ټيم سره یو ځای شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل): په هند کې د ګډ حکومت د پخواني استازي «شیدا محمد ابدالي» په مشرۍ د «ګډون او بدلون» ټاکنیز ټیم نن په رسمي ډول د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» په مشرۍ له «دولت جوړوونکي» ټاکنیز ټيم سره یو ځای شو.

د ګډون او بدلون ټاکنیز ټیم مشر د افغانستان د راتلونکي لپاره د دولت ساز ټیم طرحې او پلانونه اړین وبلل او د یوه ملي ارمان لپاره یې د دولت ساز ټيم هڅې د خپل ملاتړ د لامل په توګه یادې کړې.

ابدالي له اشرف غني څخه د ملاتړ په مناسبت رابلل شوې ناستې ته وویل، چې کال وړاندې مشرانو ورنه غوښتي وو، څو د عملي مبارزې ډګر ته راوړاندې شي، چې نوموړي یې دا غوښتنه ومنله او تر دې دمه یې خپل غږ د هیواد هر ګوټ ته ورساوه؛ خو اوس غواړي له دولت ساز ټيم سره د ملي پیوستون په خاطر یو ځای شي او د ملي ګټو لپاره له دې ټیم سره  په ګډه هڅې وکړي.

ابدالي ددې تر څنګ له خلګو وغوښتل، چې داسې یو کاندید ته رایه ورکړي، چې لاسونه یې د خلګو په وینو سره نه وي او سولې ته ژمن وي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د زلمي رسول په مشرۍ ټاکنیز ټیم هم له اشرف غني خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

ډاکټر صاحب اشرف غنی په مقابل کی سیاسی او اقتصادی طرح څوک نشی وړاندی کولی نو ځکه زیاتره لنډغر غواړی چی تنها شعاری خبری وکړی مګر علم او عمل د نه لرلو له وجهی خپلی طرحی ولس ته نشی وړاندی کولای نو ځکه اوس ولس پوه ده چی سیاست، جګړه د همسایه هیوادونو ایران او پاکستان سره په قوی اقتصاد کیږی نو د اقتصاد پیاوړتیا لپاره همدا ولسمشر افغانانو لپاره بهتره ده ځکه د وکولای شول چی د پاکستان ترانزیتی لاری په مقابل کی چابهار، تاجکستان او ازبکستان او ترکیی له لاری خپل تجارت مخی ته بوځی. ځکه اوسنی جنګ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x