د ټاکنو کمېسیون: ښځې په ټاکنیزو مرکزونو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په ټاکنیزو مرکزونو کې د کارکوونکو د استخدام پروسه یې تر ډېره بشپړه کړې؛ خو یادو مرکزونو ته د ښځینه وو کارکوونکو نه ورتګ هغه څه دي، چې ټاکنو کمېسیون یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند «عبدالعزیز ابراهیمي» له «صبح کابل» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي « په ټاکنیزو مرکزونو کې د کارکوونکو د استخدام پروسه اتیا سلنه بشپړه شوې؛ خو په یادو مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو د استخدام لړۍ ډېره ورو روانه ده چې له امله یې د ټاکنو کمېسیون له جدي ستونزو سره مخ شوی او رهبري دې برخې ته د حل پیدا کولو په لټه کې ده».

د ټاکنو کمېسیون داسې مهال د کارکوونکو له نشتون سر ټکوي، چې د ټاکنو پیل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او طالبانو ګواښ کړی، چې ټاکنیز مرکزونه یې نظامي اهداف شمېرلي او په دې برخه د بریدونو اراده لري.

طالبانو ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې یادې کړې او له عامو خلګو یې غوښتي، چې په دې پروسه کې دې ګډون نه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د