غزل؛ صابر جان محصل

صابر جان محصل

زندګي چې پرې خوږه ده د عرفان بله ډیوه ده
معرفت چې پکې نه وي هغه وخت سخته صحنه ده

د ادم تخلیق عجیب دی د انسان په فکر باندې
له دې پورته هم جمال شته دا یې کمه نمونه ده

له ژوندي مړی پیدا شي او له مړي ژوندي ساه شي
دغه څه دي چې یې وینم دا د نور یوه شغله ده

که بحرونه دي که وچه که ځنګلونه او که شاړې
د یو چا په کن پیدا دي بس همدغه فلسفه ده

که افتاب دی که مهتاب دی کهکشان دی او که ستوري
دغه څه چې موږ یې وینو د تخلیق یوه ذره ده

چې خلیل ته نار ګلزار شي د موسی پر اوبو لار شي
له اذر خلیل پیدا شي څه عحیبه ننداره ده

د صابر عقل لا خام دی لا یې وخت د پوهې نه دی
چی د عشق سندرې واوري هغه بله تماشه ده

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د