افغانستان

کانګریس ته د خلیلزاد له معلوماتو ورکولو وروسته د سولې پروسې د بیا پيل امیدونه ډیر شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کانګریس د بهرنیو چارو کمیټې ته په یوه سري غونډه کې د طالبانو سره د تیر یوه کلن مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل او ویل کیږي چې نوموړي هیله څرګنده کړې چې د طالبانو سره به مذاکرات یو ځل بیا پيل شي.

د سرې غونډې وروسته د فلوریډا ایالات جمهوري پلوه د کانګریس غړي ټیډ یاهو ویلي، زما شخصي نظر دادی چې خبرې به بیا پیل شي.

باید وویل شي چې خلیلزاد به په دغه سري ناسته کې د کانګریس غړو مخکې ټوله هغه مسوده په تفصیل ایښې وي چې له تیر یوه کال راهیسي طالبانو او د خلیلزاد په مشري امریکايي ټیم باندي کار کړی دی.

د کانګریس غړو او خلیلزاد تر منځ د سري غونډې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي او منځني اسیا د څانګې مشرې الیس ویلز په یوه علني غونډه کې د کانګریس د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د طالبانو سره یې د امریکا د حکومت د مذاکراتو څخه دفاع وکړه.

الیس ویلز وویل چې د طالبانو او امریکایانو په مذاکراتو په وروستي پړاو کې مهم پرمختګونه سوي او اشارتا یې وویل چې د ټرمپ اداره بیا هم غواړي چې د مذاکراتو میز ته ور وګرځي.

هغې وویل: غواړو چې طالبان په داسي کار لاس پوري کړي تر څو مونږ وکولای سو چې بیرته د مذاکراتو مېز ته ور وګرځو.

د کانګریس غړي ټیډ یوهو ویلي چې د خلیلزاد ځوابونه اکثره قناعت بخشه وه، دوی غواړي چې په افغانستان کې د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي.

د الیس ویلز استجوابیه علني غونډه:

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ز خو وایم چی دا مزاکرات دی تر یو لسو نورو کلونو نه شروع کیږی چی شمشیر زن او کوستیزن معلوم شی.

گل محمد نوری

زموږ د افغانانو بریا هغه وخت مینځ ته راځی کله چی یووالی ولرو نو داسی نشی کیدای چی جنګ له امریکا سره وژنی عام ولس (ماشومان، ښځي) او زور امریکا ته ښآیی. چی دا خبره څو ځلی کرزی کوله.

کرزی بیاځلی داخبره تکرار کړی چی د سولی اصلی کیلی امریکا او پاکستان په لاس کی ده. نو د پاکستان د پارلمان غړی وایی داسی نشی کیدای چی په افغانستان کی سوله وی او کشمیر په لمبو کی سوځی. تیره ورځی د تورخم د دروازی د پرانستو غونډی په اړه ویلی چی ډیورنډ رسمی کرښه ده کچیری افغانان دا کرښه په رسمیت نه پیژنی نو بیا په افغانستان کی سوله نشته.

نو لدی خبری داسی معلومیږی چی په رښتیا د سولی اصلی کیلی د پاکستان په لاس کی ده.

مجاهد

د دی وخت نړیوال کفر ( استعمار ) تر بل هر فکر په غلا ، دروغو او درغلیو کی مخکښی لری ، څه چه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ، ژمنی ماتوونکی وی ، تر مرمیو ډالر ډیر کاروی .

د طالبانو سره مذاکرات پیلیدل د دوی د شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ شوی، مذاکراتو کی یی هڅه لرله چه که طالبان د غلامی اداری سره مذاکراتو ته وهڅوی چه له امله به یی غلامه اداره او اشغال مشروعیت ترلاسه کړی په بیلونو ډالر طالبانو ته ښکته پورته شول مګر د دویشما می توانید مردم ساده لوح را بازی دهید مګر الله ج را بازی داده نه می توانید ډالر طالبانو ته د خنځیر غوښی وی ویی نه منلی ، امریکایانو د ناهیلیو له امله ځان داسی وښود چه مونږ طالبانو سره روغه نه کوو پیاوړی یو ، مګر پوهیږی چه پیاوړی نه دی حتی کانګرس ته د خلیلزادد بلنه د همدی د پاره بهانه سازی ده چه بیا مذاکرات شروع کړی . دوی د هغه قرانی اشما می توانید مردم ساده لوح را بازی دهید مګر الله ج را بازی داده نه می توانیدیتو په مصداق ګمراهان دی چه بريښنا شی حرکت شروع کړی او چه بریښنا ورکه شی ښی او کین لاس سره نه پیژنی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close