طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کولو په اړه د ټرمپ ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د افغانستان روانې جګړې د سوله ييز حل لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو و، خو طالبانو د اوربند غوښتنه ونه منله.

ټرمپ تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کې د اسټراليا له صدر اعظم سکاټ موريسن سره ګډې خبري غونډې ته وويل: «ما غوښتل، له طالبانو سره وګورم، ليده کاته ښه دي، ليدل بايد هر چا سره وشي، خو کله چې راته وويل شول، طالبان اوربند نه کوي، نو بيا ورسره د ليدو د زحمت ته اړتيا نه وه.»

ټرمپ دوه اونۍ مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهو مياشتو او نهو پړاوو مذاکرات وروسته تر هغه له ناکامۍ سره مخ کړل، چې طالبانو د کابل ښار شش درک سيمه کې د امریکايي پوځيانو پر کتار موټربم برید وکړ او د طالبانو د رپوټ له مخې په دغه برید کې دولس بهرنيان وژل شوي وو.

ډونلډ ټرمپ هغه مهال ويلي و، د امریکايي عسکر د وژلو له امله يې له طالبانو سره خبرې لغوه کړي دي.

په ظاهره داسې ښکاري، چې د سولې خبرې لغوه کول د امریکا بهانه وه او له همدې امله يې په دې اړه وړاندې شوي دلايل ضد او نقیض دي، چې يو ځل يې د امریکايي پوځي وژل او اوس يې له اوربنده انکار د خبرو د لغوه کولو لامل بللي دي.

امریکا وايي، په دې وروستيو کې يې پر طالبانو دومره بریدونه کړي، چې په تېرو ۱۹ کلونو کې يې ساری نه و او د زرو طالبانو د وژلو ادعا يې کړې ده.

طالبان د امریکا له لوري د خبرو ځنډول بهانه بولي او وايي، که امریکا د دوی زر مجاهدين وژني، نو طبعي خبره ده، چې دوی به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او له امريکا سره د خبرو لپاره سرمرکچي شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د سولې خبرو لپاره د دوی دروازې لا هم د امریکا لپاره پرانيستې دي.

ښاغلي ستانکزي زياته کړې، که امریکا د سولې خبرو ته راوګرځي، د افغانستان کشاله به د سوله ييزو خبرو له لارې حل شي، خو که امریکا د زور پر کارولو ټينګار کوي، افغانان د دې وړتیا لري، چې تر راتلونکو سلو کلونو هم د امریکا تحميل شوې جګړې پر وړاندې مقاومت وکړي.

اګر که ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرو لغوه کولو اعلان کړی و، خو څو ورځې وړاندې يې په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، و، چې طالبانو سره خبرو لپاره نورې لارې هم شته، خو په دې شرط که طالبان په خپل دريځ کې بدلون راولي.

طالبان وايي، جګړه روانه ده، امریکا او متحدينو يې په عملياتو او بمباريو کې هېڅ کمی نه راوستی او په مقابل کې يې دومره هم خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او که د سولې تړون وشي، دوی به تر دې تړون وروسته په ټول هېواد کې له امریکا سره اوربند اعلان کړي او بین الافغاني خبرو ته به لاره جوړه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

شرط یی داده چی افغانستان کی د دوی نظامی آډی ومنی مګر رسانیو د معلوماتو له مخی طالبانو یوه اډه ورسره منلی مګر امریکا دوه یا دری آډو غوښتنه لرله چی لدی آډو څخه روسیی او ایران ته تهدیدونه پلان او عملی کړی زما په نظر اوس طالبان اوربند ته غاړه ایښی او افغان دولت سره هم خبرو ته چمتو دی د الجزیری خبری نشراتو پر اساس، ځکه دوی پوهیږی چی بی له اوربند څخه د سولی پروګرام مخی ته وړل مشکل ده نو ځکه اوس طالبان هم اوربند غاړ ږدی مګر افسوس چی افغان ولس دا پنځه کاله کی… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
یوازی په اګست میاشت ۳۷.۲ افغانان وژل شووی،
فقط یو امریکایی وژل شوی،
نو اوګوری چه سوله کی د چا ګټه ده؟د افغانانو که امریکایانو؟خو
د ټرمپ یوه خبره صحیح ده.چه طالیب اوربند نشی کولای سوله هم نه شی کولای،
طالیبانو سره د افغان وژنی قرار داد شوی.

افغان
میلمه
افغان

اصلاً ټرمپ د افغانانو او امريکايانو تر زياتو زيارونو ګاللو او نهو مياشتو انتظار ايستلو وروسته کله چي خبره د توافقنامې لاسليکولو ته ورسېده د توافقنامې له منظورولو څخه يې هغه د عوامو په اصطلاح خره کو… وکښه او داسي غرته يې وويشته چي په حقيقت کي د هغه د ګوز حيثيت لري. اوس څنګه چي سخت خړ او خجل دی کله د يوه امريکايي عسکر وژل پلمه کوي او کله هم د طالبانو له خوا اوربند نه کول. اوس ټرمپ لالا غواړي چي تر ګوز اچولو وروسته چار زانو کښيني.