د تېلو پر چڼځايونو له برید وروسته امریکا سعودي ته نور عسکر لېږي

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د دفاع وزير ماريک ايسپر ويلي، د حوثيانو له لوري د سعودي «ارامکو» تېلو دولتي شريک پر چڼځايونو له برید وروسته سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له دوی غوښتي، چې هلته اضافي عسکر ورولېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، د سعودي تېلو پر چڼځايونو برید کې د ایران لاس دی او تېره ورځ سعودي ته د اضافي عسکرو له لېږلو سره موافقه کړې ده.

پنټاګون وايي، لږ شمېر عسکر به سعودي ته ولېږي، شمېر به يې زرګونو ته نه رسيږي او ټول ماموريت به يې دفاعي وي.

د عسکرو لېږلو سربېره پنټاګون وايي، سعودي او اماراتو ته پوځي مهمات او وسلې هم ورکوي، تر څو له خپل ځانه دفاع وکړی شي.

د امریکا د دفاع وزير ويلي، د روان سپتمبر په ۱۴مه د سعودي تېلو پر چڼځايونو توغنديز برید د ايران له لوري بربنډ تېری دی.

ماريک ايسپر زياته کړې، چې د سعودي حکومت په غوښتنه ولسمشر ټرمپ موافقه کړې، چې هلته به د دفاع لپاره اضافي عسکر ولېږي.

پر ایران د بريد اندېښنه له منځه تللې

د پنټاګون له اعلان وروسته هغه اندېښنه له منځه تللې، چې امریکا به پر ايران انتقامي برید وکړي.

د امریکا ولسمشر ګواښ کړی و، چې د سعودي پر تېلو د برید په ځواب کې به له ایرانه غچ واخلي.

ایران د امریکا تورونه رد کړي وو او خبرداری يې ورکړی، که امریکا يا سعودي پر ایران برید وکړ، دا به د شاملې او هر اړخيزې جګړې پيل وي.

خو پنټاګون اوس وايي، سعودي ته د امریکايي پوځيانو د لېږلو موخه يوازې دفاعي ده او تهاجمي ماموريت به ونه لري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي و، حوثيانو د سعودي د تېلو پر زېرمو برید کړی، په داسې حال کې، چې سعودي په يمن کې روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه او د عامو خلکو کورونه بمباروي.

تېره اونۍ د سپتمبر په ۱۴مه د سعودي پر «خريص» او «بقیق» تېلو سترو چڼځايونو لس توغنديز بریدونه شوي وو، چې د تېلو صادارات يې ټکني کړي دي.

سعودي وايي، د تېلو پر چڼځايونو له برید وروسته يې د تېلو په صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی، چې د ټولې نړۍ د تېلو پنځه سلنه برابروي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

معلومه خبره ده چی کله یو زبرځواک هیواد په بل هیواد ته اشغال په تړاو که هغه په هر جامه وی داخلیږی نو د هغه هیواد ولس او نظامیان یی په مقابله کی دریږی نو که اوس راشو دیته چی کچیری آسامه او هغه ډله د امریکا خلاف وو ولی خپل ملګری په سعودی کی د هغه پر ضد را پورته نکړل چی هغه راغی د افغانستان له خاوری امریکا ته ګواښونه شروع کړل؟ آیا د زور معلومولو ځای تنها افغانستان ده؟ یا د جنت لاره تنها افغانستان ته نیږدی ده؟ آیا د سعودی ولس پدی نه پوهیږی چی امریکا… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

امریکا هڅه لری چه سوکه سوکه سعودی د بریش اندیا په شان امریکایی خاوره جوړه او په دی واسطه به یی دواړه اسلامی قبلی تر تسلط اندی راوستی او ځانونه به د صلیبی جنګ فاتحین اعلان او له هغه وروسته که یی طالبان محوه یا مهار کړی شو له هغه وروسته به نړیوال حکومت یا د زمکی خدایی اعلان کوی