افغانستان

زابل: طالبانو د اربکيانو يوه قرارګاه نيولې

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د اربکيانو يوه قرار ګاه نيولې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ د بازار اړوند د قومندان تور په نامه د اربکيانو د يو قومندان قرار ګاه يې نيولې ده او په بشپړه توګه يې په خپله ولکه کې اخيستې ده.

احمدي وايي چې په قرار ګاه کې ميشت ټول اربکيان له سيمې څخه تښتېدلي دي.

https://twitter.com/QariYousufAhma1/status/1175292885157273600

قومندان تور چې په ياده قراره ګاه کې تر ډېره وخته له يو شمير اربکيانو سره ميشت و د سيمې خلکو يې له ظلمونو څخه شکايت درلود.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې طالبانو په دولتي تاسيساتو بريدونه زيات کړي دي چې له امله يې ګڼې پوستې او سيمې نيولي دي.
د زابل دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د زابل دولتی چارواکی ورته مه وایاست د غلامی اداری غلام چاروکی ورته ووایاست هغوی پوهیږی

[[ چه امریکا د شوروی او غنی د نجیب د برخه لیک سره مخ شوی ]] د غلامی اداری ټوله چارواکی له کابله تر زابله وخت غنیمت شمیری د جیبونو ډکولو او ویزو اخستلو په غم کی دی په قرار ګاوو څه کوی ممکن هغه قرار ګاه یی هم په مجاهدینو پلورلی وی

اجمل

پدی قرار ګاه به څه وکړی؟ هغه یوه دولتی شفاخانه په زابل کی وه هغه مو هم ورانه کړه اوس زابل لکه یو ډاګ دی چی صرف څاروی کولاشی پکی ژوند وکړی. هلته نه مکتبونونه شته، نه شفاخانی، نه حکومت او نه هم انسانیت. دا ټول زابل یی د طالبانو ته مبارک وی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x