په کوټه کې د تحریک انصاف له خوا د ناټو د تیلو وړونکو ټانکرانو لاره بنده شوې
نن ټکی آسیا: د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې د تحریک انصاف له خوا د وزیرستان په سیمه کې د ډرون بریدونو په ضد مظاهرې رواني دي.
ددغو مظاهرو په سلسله کې د کوټي او چمن تر منځ لو لاره د ناټو د تیلو د ټانکرانو پر مخ تړل سوې، او د څو ساعتونو څخه ددغي لاري د بندیدو له وجي په سلهاوو موټران ولاړ دي، او نه سي کولای چي تیر سي.
دغه لاره د کوټي ښار په څخه لیږ وتلي په خیزي کلي کې تړل شوې، د مظاهرو مشري د تحریک انصاف صوبايي مشر قاسم خان سوري کوي.
تمه کیږي چي د تحریک انصاف مشر پخوانی کرکیټر عمران خان به هم دغه غونډي ته په ټلیفون باندي تقریر وکړي.
د یادوني وړ ده چي تحریک انصاف د عمران تر مشری لاندي ددې تر مخه په پيښور او بیا په کراچي کي هم ورته مظاهرې کړې وې، او د ناټو د تیلو ټانکرانو پر مخ يې د څو ورځو لپاره لاري بندي کړي وي.