د ډيورنډ په اړه د کابل او اسلام اباد ناندرۍ حقیقت که لفظي لوبه؟

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ډيورنډ متنازع کرښه ده، چې افغانان يې هېڅکله په رسميت نه پيژني، خو پاکستان د افغانستان د حکومت څرګندونې رد کړي او وايي، چې ډيورنډ په نړيواله کچه منل شوې رسمي پوله ده.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ دا ناندرۍ وروسته تر هغه رامنځته شوي، چې تېره اونۍ د پاکستان صدر اعظم عمران خان د تورخم دوازې ۲۴ ساعته پرانيستو افتتاح وکړه او هلته د پاکستان له لوري په جوړه شوې پرده «بنر» تورخم د رسمي پولې په توګه ياد شوی و.

په دغه پرانيستغونډه کې د ګډ حکومت د سوداګرۍ وزير يما ياري او د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د ګډ حکومت د چارواکو ګډون په افغانستان کې پراخ غبرګونونه راوپارول او د ټولنيزو شبکو فعالانو او کارپوهانو د ګډ حکومت چارواکي د ډيورنډ کرښې په خرڅولو تورن کړل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه غونډه کې د افغان چارواکو ګډون ملي خيانت بللی او د ګډ حکومت مشرتابه يې د ډيورنډ په پلورلو تورن کړل.

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل هم ويلي، حکومت په لندن کې د يوې ناستې پر مهال د ډيورنډ په اړه پاکستان ته لاسليک کړی دی.

د يادو او ورته نورو غبرګونو په سبا «تېره پنجشنبه» د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې وويل، چې ډیورنډ متنازعه کرښه ده او افغانان يې هېڅکله په رسميت نه پيژني.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن د سپټمبر په ۲۱مه رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې د افغان حکومت څرګندونې رد کړي، هغه يې غیر مسؤولانه بللي او وايي، چې ډيورنډ په نړيواله کچه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده.

اعلاميه زياتوي، د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرانيسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو لپاره ګټوره تمامه شي، خو په عين حال کې يې ټينګار کړی، چې د افغان حکومت دا ډول څرګندونې به دوه اړخيزې همکارۍ او د سولې روانو هڅو ته زيان ورسوي.

د ګډ حکومت د پارلماني چارو وزير او د ولسمشر سلاکار فاروق وردګ هم د ګډ حکومت په لومړيو کې ويلي و، چې اشرف غني او ملګرو يې ډيورنډ کرښه پر پاکستان پلورلې، خو څو ورځې وروسته نوموړی د کابينې غړی شو او په دې اړه يې له نور څه ويلو لاس واخيست.

پاکستان د تورخم دروازه په داسې حال کې د ۲۴ ساعته فعاليت لپاره پرانيسته، چې په همدې ورځ په کابل کې د لروبر امن په نوم غونډه روانه وه او د دواړو هېوادونو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو په کې ګډون درلود.

پاکستان تورخم رسمي پوله وبلله، خو د پاکستان عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او نورو پښتنو ملتپالو ګوندونو د کابل په امن کنفرانس کې په دې اړه هېڅ ونه ویل.

تر دې يوه ورځ وروسته د ګډ حکومت مشر اشرف غني په خپله ټويټرپاڼه کې وويل، چې د ټاکنو امنيت لپاره يې د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه مرسته غوښتې ده.

سويلي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز هم وړمه ورځ د کانګريس استماعيه غونډې ته وويل، چې امریکا د ډيورنډ کرښه د رسمي پولې ته په توګه پيژني.

د چارو کارپوهان او څارونکي وايي، حکومت د ډيورنډ کرښې په اړه پاکستان ته لاسلیک کړی او په دې اړه يې وروستۍ څرګندونې د خلکو د غبرګونو د خاموشه کولو هڅه ده او هېڅکله به د ډيورنډ په تړاو د پاکستان پر ضد ملګرو ملتونو او يا هم نړيوالې محکمې ته رجوع ونه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو څینو خبرو ته مو د پام رااړوم : لمړی: د ډیورڼد لا متنازع کرښه زمونږ ټول هیواد ډیورند ډیورند دی د د نړی ۵۰ لویانو نه یواځی دا چه لاندی ایستی په دواړو جامو ورباندی شخوند وهی . په هغه ډیورڼد کی د یوه پاکستان لیوه ټانکونه ګرځی او الوتکی الوځی مګر خلک نه وژنی ، د وژنو شپنیز عملیات نشته او او……. مونږ دلته د ۵۰ لویانو چه خولی . لاسونه او پشی یی زمونږ په وینو سری دی له منځه د پاکتسان اړخ ډیورند شعارونه زمزمه کوو ؟؟؟؟ دوهم : د پاکستان اړخ ډیورند نوم… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه په خیر، پاکستان دولت وایی چه که چیری ډیورند کرښه د پاکستان سرحد افغانستان نه منی ،نو دا به سوله ته سخت زیان ورسوی. نو د افغان ولس پوښتنه دا ده ،چه سوله؟کومه سوله ؟ ایا دا سوله ده چه اګست میاشت کی ۳۲۰۷ افغانان شهیدان شول؟ ایا دا سوله ده؟چه زابل شفاخانه کی دوه ساعته نوی زیږیدلی ماشومان مو شهیدان کړل؟ پاکستان دا اوسنی قتل قتول هم سوله بولی کنه له دا څخه به نور قتل ته زور ورکړی. دا ښکاره ثبوت دی چه دا جنګ د خاوری او اوبه لپاره جګړه ده، ظالم مکار دښمن زاړه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

غمی خانه !
دا دومره غټی امريکی د دومره لوی اتحاد سره د دی لپاره افغانستان اشغال کړ چی پاکستان ته اوبه ورکړی ؟
او که دا دومره زورور اتحاد د دی لپاره راغی چی د پاکستان څخه اوبه راوګرځوی ؟
ستاسو فکر هم عجائبات درته وايی .
خر په ونه خيږوونه .

جميل
میلمه
جميل

غلام دولت ډير نور لاسليکونه هم کړی چی وروسته له بشپړ استقلال څخه ټوله ناقص او بی اعتباره دی

اجمل
میلمه
اجمل

ګډ حکومت خو ستاسو په خبره غلام دی. طالبان دی حد اقل خپل استقلالیت او غیرت په ډاګه کړی صرف دومره دی ووایی چی: د دیورند کرښه به د اسلامی امارت لخوا هیڅکله هم په رسمیت ونپیژندل شی. داسی کوم نر شته په طالبانو کی. یوه ګوته ګډ حکومت ته نیسی خو څلور نوری مو خپل ځان طرف ته متوجه دي.

جميل
میلمه
جميل

اجمل خانه !
دا د نرتوب کومه خبره نده ، مسلمانه افغانه ميرمن هم د خپل هيواد او هيوادوالو عزت خوښوی .
دا به مو لوستی او يا اوريدلی وی چی ويل يی : کښيږده ګوله خاينه ، ولاړيږه چی بيا دی ونه وينم .
افغانان د ډيرو زورورو سره په زورازمايی اخته دی په پاکستان يی سترګی نه ډکيږی .
زما لمړی تبصره يو ځل بيا ولولی .

پتنګ
میلمه
پتنګ

پښتانه ټول یو دي او ټول پښتني قامونه لر او بر پراته دي هغوی هیڅوک هم نشي وېشلی خو که دوی معقول حرکت وکړي ! دډيورند کرښه پاکستان نده کش کړې بلکې انګلیس دا کار کړی دی او زمونږ مسئله له انګلیس سره ده نه له پاکستان سره او پاکستان ته له انګلیسه پاتې شوي ده ! دانګلیس ټولې مستعمرې تر ۱۰۰ کالونو پورې پاته وې او وروسته له ۱۰۰ کالونو یې واکداري له منځه ځي او ازادي اخلي !! خو اوس له مونږ نه پاتې افغانستان تللی دی نو د ډيورند نارې وهل اوس لودګي ده !! که پښتني… نور لوستل »

نهضت الله
میلمه
نهضت الله

ډیورنډ کرِغیړنه کرښه: د ډیورنډ کرغیړنه کرښه به له هغی وروسته افغانان په رسمیت وپیژنی چې ټول د افغانستان اتباغ په یوه رسمی لویه جرګه کې پریکړه وکړي او ټول افغانان په یو غږ سره د ډیورنډ کرښه په رسیمت او نه رسمیت علان کړی. دا د ولس پریکړه ده نه د ولسمشر که چیری د ولسمشر پریکړه .

پتنګ
میلمه
پتنګ

لویه جرګه هم ددې توان نلري باید ریفرېندوم وشي! خو دپښتون جدا کیدل زما زړه ورانوي او مریضوي یې ! خو زما مفکوره ده چې داسې یو کار وشي لکه پخوا یانې ازاد سرحد خو د پښتنو د ژبې او کلچر پالنه ، ایالتي ژبه پښتو ، ښوونځي په پښتو ، تلویزیون په پښتو او دا ټول په پاکستان کې ورسره تړلي وي ! خو دا هلته کیدی شي چې افغانستان يو قوي خپلواک هیواد شي او له سرحده دې او هغې خواته یو اقتصادی محیط جوړ او دکار شرئط برابر کړي چې خلک دې خواته او هغې خوانه ځي… نور لوستل »