له څو کلونو وروسته مصر کې د ولسمشر سيسي پر ضد پراخ لاريونونه روان دي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د مصر پلازمېنې قاهرې او نورو ولايتونو کې د ولسمشر عبدالفتاح السيسي پر ضد پراخ لاريونونه روان دي او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

د سيسي پر ضد دا لاريونونه وروسته تر هغه پيل شول، چې يوه پخواني حکومتي قراردادي محمد علي پر ولسمشر سيسي، د هغه پر مېرمن او د پوځ پر يو شمېر مشرانو د فساد تورونه ولګول.

عربي رسنۍ وايي، پوځيانو پر لاریونوال ګازي بمونه او ربړي مرمۍ توغولي او هڅه کوي، چې د پلازمېنې قاهرې په تحرير ميدان کې راټول شوي زرګونه لاريونوال سره خپاره کړي.

حکومتي ځواکونو تحرير ميدان ته څېرمه ټولې لارې، واټونه او دوکانونه تړلي دي او د لاريونوالو پر ضد يې تاوتريخوالی پيل کړی دی.

د پلازمېنې سربېره اسکندريه، لويديځ سويس او ختيځ سويس همدارنګه په دهقليه، دمياط، مطروح او بني سويف ښارونو کې هم د ولسمشر پر ضد زرګونو خلکو لاريونونه پيل کړي دي.

ټول لاريونوال دا شعار ورکوي «ولس د نظام نسکورول غواړي» نورو لاريونوالو په خپلو  شعارونو کې ليکلي: «له هېچا نه وېرېږو، خاين بايد خامخا ولاړ شي» «ځه ځه سيسي ځه».

دا هغه شعارونه دي، چې د ۲۰۱۱ کال عرب پسرلي پر مهال د هغه وخت ديکتاتور حسني مبارک پر ضد هم پورته شوي وو.

د لاريون منتظمين وايي، د سيسي نظام تر نسکورولو به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او له نړیوالې تولنې يې غوښتي، چې د سوله‌ ييزو لاریونوالو ملاتړ وکړي.

د لاريونونو بنسټپال محمد علي په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې انقلاب راوستل د يوې شپې، ورځې او يوه ساعت خبرې نه دي، بلکې دا يې لومړی ګام دی او د انقلاب تر راتلو به خپلو سوله ييزو هڅو ته دوام ورکړي.

د لاريون مشرانو له ټولو مصريانو غوښتي، چې د ظلم، وحشت او استبدادي  نظام پر ضد راپورته شي او دا نظام نسکور کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د