بهرنیو چارو وزارت: د واک د انحصار لپاره د ارګ هڅو حکومت کمزوری کړی

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «صلاح الدین رباني» له خپل حکومت شکایت کړی، چې د واک د انحصار لپاره هڅې کوي او نظام یې دکمزورۍ لوري ته ورټېل وهلی.

صلاح الدین رباني چې د حکومت له بشپړو هڅو سره، سره لا هم د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست دنده په مخ وړي، وايي « حکومت په دې وروستیو پنځو کلونو کې د بشپړ واک د نیولو لپاره هڅې پیل کړې، چې له امله یې نظام او د نظام بنسټونه کمزوري شوي، موږ ددې نابرابرۍ په وړاندې له اولې ورځې ولاړ وو او تر دې وروسته به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوو».4

نوموړي زیاته کړه « هغه کسان چې د واک، زور او سلیقوي چلند له لارې غواړي د خپلې خوښې وړ کسان په ملت وتپي، دا ارمان به خاورو ته یوسي».

د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت او ارګ تر منځ ناندرۍ لومړۍ نه دي، څه موده وړاندې هم ارګ په بهرنیو چارو وزارت کې د څېړنو امر کړی وو، چې د اجرائیه ریاست له غبرګون سره مخ شوی وو او په همدې تړاو د اشرف غني حکم د عبدالله له لوري لغوه اعلان شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د