پروان کې د ماین چاودنې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د پروان ولایت په مرکز «چاریکار» ښار  کې د ماین د چاودنې له امله ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» وایي، پېښه نن ورځ «شنبه» له غرمې وروسته شاوخوا «۴:۳۰» بجې د پروان ولایت په مرکز «چاریکار» ښار پورې اړوند «شاه مست» نومي کلي کې رامنځته شوې، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

نصرت د پېښې پړه په طالبانو ور اچوي؛ خو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د