افغانستان

ولسي جرګه: ټاکنې به افغانستان یو بل بحران ته ټېل وهي

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو پيل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې؛ د ګډ حکومت ولسي جرګه وایي، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنې ته لا له وړاندې تیاری نیول شوی او که شفافې ټاکنې ترسره نشي، افغانستان به له یو بل بحران سره مخ شي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلګو استازی «عارف رحماني» وايي « د ټاکنو کمېسیونونه دې قانون نافذ کړي، کنې ولسمشریزې ټاکنې  به په هیواد کې یو بل لوی بحران وزېږوي».

د ولسي جرګې یو  بل غړی «علي اکبر قاسمي» وايي « د ټاکنو صندوقونه ان له اوسه د ډکېدو په حال کې دي، چې دا کار به افغانستان یو ځل بیا له یوې سترې فاجعې سره مخ کړي، ټول خلګ د رڼو ټاکنو په اړه ژورې اندېښنې لري، ګوسفندي رایې باید د هیواد سرنوشت ونه ټاکي».

ولسي جرګه داسې مهال راتلونکې ټاکنې د بحران زېږوونکې بولي، چې  طالبانو لا له وړاندې ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې یادې کړې وې او په ټاکنیزو مرکزونو یې د بریدونو ګواښ کړی وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدی

بس خدای تعالی مو په خپلو منځو کي سره واچوه…. تاسي ته نو کوم څرګنده نه ده چي ټاکني ماکني نسته، نفر د وخته ستاسي د مشر بادار له خوا ټاکل سوی دی. دا هر سه یو سمبولک شکل لري او د درواغو یوه پروسه ده چي ګوسفندي ملت په تېر باسي . د هیواد د بې ګناه ولس پر مرګ ژوبلي مو خولې ماتي وي چپ ناست یاست، کله چي خپلي شخصي ګټي په خطر کي ووینئ، دستي لکه د ګور چنجیان یو د بل په خوړلو پیل وکړئ. ستاسي په شان بې شرمه چارواکي به د نړۍ په هیڅ کونج کي نه وي، تر حد وتلي بې وجدانه یاست.

غ.حضرت

په انتخاباتو کی ګډون والو شاید خپل تصمیم نیولی وی او نتائج ئې شاید عادلانه وی یا عادلانه نه وی
خو
هغه څوک چی همدا اوس ئې د انتخاباتو پر بهیر د حملو تصمیم نیولی او د بی ګناه انسانانو د قتل شوق ئې په سرونو کی موجونه وهی نو ددې نیت او دې عمل نتیجه ئې د انتخاباتو د ګډون والو غوندی نا معلومه نه ده ده بلکه مسّلماً ( په محمدی سپیڅلی بشر قسم) چی د فرعون او هټلر او انګرېز او ستالین او جناح او د بشری تاریخ د ټولو جنایتکارانو سره به یو ځای محشور سی. همدا اوس دی ورته جهنم مبارک وی.

پتنګ

څوک چې نا مشروع اجیر دولت ته مشروعیت ورکوي هغوی له خپل اولس سره
ناروا کوي!
له بلې خوا چې ۶۰ په سلو کې خاوره د طالب په لاس کې ده نو انتخابات څه
ما نا لري ؟؟
فورمول:
اول د بین الافغاني مفاهمه د اشغالګرو وتل ، امنیتي قرارد بیرته اخیستل بیا د طالب په شمول په ارامه فضا کې انتخابت !

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close