طالبان وايي لوګر کې يې ښوونځي نه دي تړلي

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د لوګر ولايتي چارواکو او د ولایتي شورا غړو په ددې ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ښوونځيو د بندېدو خبر ورکړ، طالبانو د چارواکو دا ادعا رد کړه.

نن سهار د لوګر د ولايتي شورا غړي ناصر غيرت رسنيو ته ويلي وو چې طالبانو تيره ورځ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د سيمې قومي مشرانو ته ويلي وو چې تر هغې دې ماشومان ښوونځيو ته نه ليږي ترڅو چې د سيمې له ښوونځيو څخه د دولتي عسکرو پوستې نه وي لرې کړل شوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې يې ښوونځي نه دي تړلي او دا ګام د سيمې خلکو پورته کړی دی، او په وينا يې چې امنيتي ځواکونو د خلکو په شخصي کورونو کې پوستې جوړې کړي دي او د خلکو ژوند يې تنګ کړی دی چې په غبرګون يې خلکو ښوونځي تړلي دي.

مجاهد ويلي دي چې سيمې ته رسنۍ ورتلای شي تر څو حقايق معلوم کړي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې له ډېرې مودې راهیسې په بيلابيلو سيمو کې ښوونځي د نامعلومو کسانو له لوري په نښه کيږي او يا هم دولتي ځواکونه په ځينو ښوونځيو کې پوستې جوړوي او نظامي ځواکونه په کې ځای په ځای کوي چې له امله د زده کوونکو د زده کړو بهير زيانمن کيږي.

د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمیسيون تيره اوونۍ د هېواد په ټولو برخو کې د ښوونځيو مديرانو، سرمعلمانو او ښوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د راتلونکې ميزان مياشتې په شپږمه نېټه کېدونکو ټاکنو لپاره د مرکزونو په توګه د ښوونځيو له استخدام څخه ډډه وکړي او خپل معلمان او ټول کارکوونکي له ټاکنيزې پروسې لرې وساتي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د