شعـــــرونه

غزل؛ پيرمحمد کاروان

 

پيرمحمد کاروان

نه نغمه د مینې اورم نه موسکا د یار وینم
تار په وینو سُور دی مرۍ پرې د سندمار وینم

هر یو تن ددې وطن په زړه په تن بیمار وینم
چا ترې په دیوال ویشتی دانې دانې آنار وینم

هغه چې غمي وو هغه زړونه ځل و بل نه کړي
زه ایله په دوو سترګو جوپې جوپې غبار وینم

هر یو تن ددې وطن منصور دی او که څه چل دی
دغلته هم دار وینمه هاغلته هم دار وینم

دلته هم دیوان دي او له ها خوا هم دیوان راځي
بند په زنځیرونو د بندي ښاپېرۍ ښار وینم

سخته بدرنګي ده پر عطرونو بر باروت باروت
خپلې ښیښه ګۍ په پښو کې ماتې د عطار وینم

ربه د ښکلا په ملایېکو یې بیا و پېیه
پرې دانې دانې د ژوندانه د غاړې هار وینم

مل مې د وطن شې ربه هر غلیم یې وځپې
دا غرڅه په ډله د پړانګانو کې ایسار وینم

سخ به یې کاروانه وي چې زړونه یې ګټلي وي
ګل یې په وربل د سولې یا یې په دستار وینم

۲۹ سنبله ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x