افغانستاننړۍ

ډهلي: پولیسو هوايي ډګر کې پنځه افغانان له څلور کیلوګرام هیروینو سره نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د هند د پلازمېنې نوې ډهلي پولیسو ۵ افغانان چې غوښتل یې په نس کې د کپسولو له لارې څلور کیلوګرامه هیروین قاچاق کړي نیولي دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس د ډهلي هوايي ډګر ګمرک مسوولینو ویلي چې دغه کسان د تېرې شنبې په ورځ له کندهار څخه نوي ډهلي ته راغلي وو.

چارواکو زیاته کړې چې نیول شوي کسان يې وروسته روغتون ته انتقال کړل او د هیروینو څخه ډک کیپسولونو په ویستلو یې پنځه ورځې وخت ولګېد.

دوی زیاته کړې چې د دوی څخه ۳۷۰ کيپسوله چې په کې ۴ کیلوګرامه هیروین ځای پر ځای شوي وو او ارزښت يې نیږدې ۱۵۰ میلیونه هندۍ کلدارې (۲،۱ میلیون ډالر) دی نیولي دي.

د ریپورټ له مخې دغه افغان اتباع یې تېره شنبه ماښام شپږنیمې بجې ونیول کله چې له کندهار څخه د ډهلي درېیم ترمینل ته را ورسیدل. پولیسو ویلي چې دوی ته پټ اطلاعات رسیدلي وو چې ځیني افغانان د قاچاق هڅه کوي.

د ګمرک مسوولینو زیاته کړې، چې په نیول شوو کسان یې په ابتدا کې پر دې شک و چې شاید سره زر قاچاق کوي خو کله چې د دوی د بیګونو تلاشي واخیستل شوه هېڅ په کې نه و چې بیا مسوولینو څخه ځانګړی اجازت واخېستل شو څو دوی روغتون ته ولیږي او طبي معاینه يې وشي.

د ريپورټ له مخې کله چې د نیول شوو پنځه افغانانو ایکسری ريپورټ راغی نو څرګنده شوه چې د دوی په نس کې کیپسول دي.

نیول شوو کسانو هم پر خپلو جرم اعتراف کړی او ویلي يې دي چې دوی ته وعده ورکړل شوې وه چې ډهلي کې به یې یو مشخص کس ته رسوي چې هغه به یې مقابل کې دوی ته ۵۰۰ ډالر ورکوي.

پولیس وايي چې په ډهلي کې د مربوطه کس لټون يې شروع کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x