افغانستان

غزني: ګډو ځواکونو يو بل بازار هم نړولی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل):  د ولسي وګړو په کورونو او بازارونو د ګډو ځواکونو له لوري د عملياتو او چاپو په دوام دا ځل بيا په غزني ولايت کې د ملکي وګړو په بازار چاپه اچولې او ۵۰ دوکانونه يې نړولي او سوداګريز توکي يې چور کړي دي.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د غزني ولايت د دهيک ولسوالۍ د سليمانزو په بازار چاپه اچولې ده او ټول بازار يې نړولی چې په کې يې تر پنځوس پورې دوکانونه چور او ويجاړ کړي دي.

په دې چاپه کې د ملکي وګړو ته ميليونه مالي زيان اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ په بازار هم ګډو ځواکونو چاپه اچولې وه او د ملکي وګړو ۱۰۰ دوکانونه يې له منځه وړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې تورې بوړې ته څېرمه غرونو کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې نږدې ۷۰ هغو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې په غره کې د جلغوزيو په راټولو بوخت وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x