
د سيد عبيدالله نادر درې شعرونه
سید عبیدالله نادر
د اوهامو څلور لار کې
نن د حالاتو له نا خوالو ژړیدلی یـمه
د زمانې له بی دردانو کـــړیدلی یمه
هغه پتنګ یم چې له کور او له دیاره لرې
چې د بیلتون په سرو لمبو کې سـوځیدلی یمه
خلاص مې له لومې د وسواس کړه لیونتوبه راشه
چې څلور لار کې د اوهامو دریدلی یمه
زه هغه پاڼه په چمن د ارمانو کې یمه
چې د خزان د راتلو مخکې غورځیدلی یمه
ما نه پوښتنه زمـا د حال او د احوال مه کوه
زه د خـپل قام په درد و غم کې کړیدلی یـمه
که په حضور کې مې غلیم شرم و حیا نه کوي
ځکه چې زه له پښــتني برم لویدلی یمه
خلاصـه لا نه وي ، یو غــوټۍ د ارمانونو زما
چې په ګلـــشن د ارمانو کې ، رژیدلی یمه
په څپو کې ژوند
چې راویښ له درانه خـــوبه، غافلان کړم
درسته شپه لکه بلبل ، په چغهار یم
چې مې پوه په درد دل، صاحبدلان شي
زه په تال و سر د ساز کې، هغه تار یم
پاسـداري چې د ګلونو، د نامـوس کړي
زه په بـوټو د چمن کې هغه خـار یم
نه رغیږي چې مې زړه د کلـــــــي کوره
ځــکه مینه کې پابند د خپل نګار یم
بې منته ګوهر شیندمه په خلکو
په محفل کې ، لکه وریځ د نو بهــــــار یم
چې اوچت یې کړم تر عرشـــه، محبت کې
د هغـــې مینې تر تله منت بار یم
تر ګریوانه مې راځـــي د عــــــجز اوښکي
ځکه پروت په اندیښــنو کې تر سهار یم
بې ارزۍ نه دا ماحول راته سور اور شو
لکه پروت چې ، په مجمر د سـور انګار یم
آرامۍ مې په هیڅ ملک کې مینده نه کړه
زه بې کوره ،بې وطنه ، بې دیار یم
نارامۍ کې مې قرار ځـان ته میندلی
د څپوپه دود، په ژوند کې ناقرار یم
د معرفت ډیوې
له ښاره وځم ،ویرانو کې یو انسان لټوم
د خپل دردمن زړګي د پاره مې درمـان لټوم
چې په وینا یې روښانیږي ،کوردلانو زړونه
په رموزاتو باندې پوی، صاحبدلان لټوم
چي په لیدو یي، د انسان روح او روان شي تازه
زه هغه در، هغــــــــه یاقوت ، هغه مرجان لټوم
چې په موزون کلام کړي ویيلي، سنګدلانو زړونه
خاوند د حال ، او نکته سنجه، سخندان لټوم
هغه مانوس چي په اسرارو باندې پوي شي د زړه
د زړه په درد داسې آشنا، او راز دان لټوم
چي د کلونو تربګنیو، دښمنان کړي ، پخلا
داسې خوږ من ، په زړه درد من، او مهربان لټوم
چي راته وبخښي ، د زړه او د ضـمیر روشنایي
د معرفت په ډیوې، سوي پتنګان لټوم
چي د حکمت خبري واورم د عبرت په غوږو
د بو علي په څیر په پوهه ، حکمتدان لټوم
چي د حکمت څلي یي جګه، په آسمان لګیږي
زه هغه باز ، هغه شاهین ّ هغه طیران لټوم
هر خوا چي ګورمه ، دیوان دي په صورت د انسان
د معنویت په نور، سبیڅلي مخ ، روښان لټوم
د نفس هوی په ګونډو کړي ، قافلي سالا ران
هوی د نفس باندي غالب پهلوانان ، لټوم
ډیر زهیر کړی دي ژوندن یمه، دیوانو سره
د یو ریښتیني ژوند دپاره ، بل جهان لټوم
داچي په سپینه ورځ کي سر ، په ویرانو یمه زه
له څنګه تللي ، د افسوس هغه کاروان ، لټوم
سید عبیدالله نادر