افغانستان

ماهيپر: ترافيکي پيښه کې اووه تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د کابل- جلال اباد په لويه لاره د ماهيپر سيمه کې د ترافيکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه مړه شوي دي.

راپورونه وايي چې نن سهار يو زرنج چې لس تنه په کې سپاره وو، له جلال اباد څخه کابل ته په لاره وو چې د ماهيپر سيمه کې له ګړنګ څخه غورځېدلی دی.

په دغه پيښه کې درې ميرمنې او څلور ماشومان وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.

ماهيپر چې د افغانستان يوه خطري ترافيکي لاره ده وخت ناوخت په کې ترافيکي پېښې رامنځته کيږي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

باید په زرنج او موټر سایکل باندی سورلی کول بنده شی ځکه زیاتره ترافیکی پیښی له بی احتیاطی کیږی ځکه چی هر موټروان مکلف دی چی کله موټروانی کوی ځانته د چلولو جواز واخلی او بیا ډریوری وکړی مګر په زرنج او موټرسایکل کی جواز یا لایسنس ته ضرورت نشته یعنی هر کس کولای شی زرنج وچلوی باید ددی کار لپاره یو معیار وټاکل شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close