پروان: ګډو ځواکونو اووه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو شپنيزو عملياتو او چاپو په دوام دا ځل بيا په پروان ولايت کې ګډو ځواکونو د يوې ښځې په ګډون  اووه تنه ملکي وګړي وژلي دي.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د پروان ولايت مرکز اړوند خلازي سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې وهلي دي چې په نتيجه کې يې د يوې ميرمنې په ګډون اووه تنه ملکي وګړي وژلي دي.

په وژل شويو کسانو کې څلور يې د يوې کورنۍ غړي وو.

په دغه چاپه د ملکي وګړو کورونه او موټرونه هم تخريب شوي او عسکرو څلور تنه کليوال ژوندي له ځان سره بېولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره شپه د غزني ولايت په د دهيک ولسوالۍ د سليمانزو په بازار هم ګډو ځواکونو چاپه اچولې وه او د ملکي وګړو پنځوس دوکانونه يې ويجاړ کړي وو.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې په ملکي وګړو چاپې او هوايي بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

یا پروردگاره هر هغه سوک تباه کری چی ظلمونه کوی او وحشت خپری.
جمیله، مجاهده، پتنگه، بیانزیه، غوربندیه!! دا لاندی لینکونه وگوری! په ورز دقیامت به ددی جواب سوک وایی؟؟ ستاسو جواب به سه وی؟؟؟ مه کوی د خدای تعالی خخه وویریژی تول هغه وغندی چی ظلم کوی که طالب وی که حکومت وی که امریکایی وی او که تور پنجابی وی.
خدای تعالی ته ظلم ناخوش دی داسی یی نه دی ویلی چی د طالب ظلم روا دی. تاسو په شرعیت کی خپله رایه مه چلوی بلکی الهی اوامرو ته ترجیع ورکری.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2528135073931296&id=100002044846969

https://www.facebook.com/252838455528478/posts/520808965398091/

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهده ولی ورک یی؟؟ جمیل چی ماته شرعی جواب نه لری نو د قیامت په ورز به خدای تعالی ته سه جواب وایاست.

جميل
میلمه
جميل

عبدالله ! ستاسو او تاسو غوندی نورو دښمنی زمونږ او طالبانو کرامو سره نده ، ستاسو دښمنی ډيره خطرناکه ښکاری . مونږ او تاسی او نور پدی پاڼه کی نه سره پيژنو يوازی په ليکنو يوبل درک کولای شو، چی ظالم څوک دی ، بيهمته ، خاين او غلام څوک دی او څوک موئمن ، غيرتی ، وفاداره او آزاد دی د هر يوه د ليکنی څخه له ورايه ښکاری . د کافر او منافق او د موئمن او مجاهد د دوستی خو به مو خامخا اوريدلی وی چی حکم يی څه دی ، د هيواد پلورونکی او د هيواد… نور لوستل »