شهزاده مسعود: رڼې ټاکنې ناشونې دي، بايد سولې ته کار وشي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي، په اوسنيو حالاتو رڼې ټاکنې ناشونې دي او بايد ټول افغانان د نړيوالې ټولنې په ملتيا په ګډه سولې ته کار وکړي.

په داسې حال کې، چې ولسمشريزو ټاکنو ته له يوې اونۍ لږ وخت پاتې دی او د ګډ حکومت چارواکي هم ټاکنې تر سولې اړينې بولي، خو شهزاده مسعود ټينګار کړی، چې رڼې ټاکنې ناشونې دي او لومړی بايد ټول افغانان د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه تلپاتې سولې لپاره کار وکړي او طالبان هم بايد بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، ټاکنې ورته تر سولې لومړيتوب لري، او دوهم مرستيال يې سرور دانش ويلي، د ټاکنو پر ځای د سولې غوښتونکي د طالبانو پلويان دي.

په دغسې حالت کې د شهزاده مسعود سربېره ډېری سياستوال او د چارو کارپوهان وايي، ټاکنې د افغانانو درد نشي دوا کولی او د انتخاباتو پر ځای بايد سوله اولويت ولري.

د سياسي چارو بل کارپوه ډاکټر احمد ويس وردګ هم وايي، ټاکنې به د نوې جګړې پیل وي او ټول بايد په ګډه د ټاکنو مخنيوي او د سولې راوستو ته کار وکړي.

د چارو د کارپوهانو سربېره عام ولس هم ټاکنو ته د پخوا په څېر خوشبينه نه دی او ډېری هېوادوال په دې اند دي، چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو انتخاباتو کې له دوه ځله جنجالي ټاکنو وروسته د امریکا د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير جان کيري دواړه نوماندان اشرف غني او عبدالله په پنځوس پنځوس سلنه ګډ حکومت سره راضي کړل او د خلکو رايو ته هېڅ درناوی ونه شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

سوله هله راځی چی افغانان یو بل ته د ورور ولی فضا جوړ او یوبل ورور وشماری دا خبره ځکه کوم کله چی طالبانو ته د کباب خوړلو چانس په قطر له امریکا سره برابر شو فکر یی وکړ چی همدا نن می ورځ ده چی څه وایم امکان لری دا ټول ولس به یی را سره ومنی، کله یی چی د ملی اردو د منحل خبره رسانیو سره وکړه اکثره افغانانو دی د پاکستان مخلص شخص یاد کړ. همدارنګه کله یی چی سوله کی خبری کولی مګر د کابل په شمول زیاتره ولایتونو کی یی انتحار او انفجار خبرونه… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه ،
نوری صاحب،
پښتو متل دی وایی چه. لوری وایم تآته .خو اورم یی په اینګور.
طالیبان افغانان قتل کوی.امریکایان په ډاروی.
په ټول اګست کی یو امریکایی وژل شوی.۳۲۰۷ افغانان قتل شوی.
دا جنګ د افغان وژنی یوه پروژه ده،چه طالیب ،دولت ،امریکا یی په مخه وړی.
افغان ولس ته ،د طالیب،امریکا،دولت هیڅ کوم فرق نشته.ټول قاتلان دی،

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

هلکه شهزاده
که سوله ! راغله نو نېکټائی به دی عباس ستانکزی ته په کرایه ورکوې که څنګه؟

اجمل
میلمه
اجمل

سوله بدون د اوربند څخه نشی راتلای. طالبان په پچه وختل کشمیر یی ولید فکر وکړل چی هر څه چی وایو هغه به قبلیږی. حال دا چی ټول ملت ور څخه نفرت کوی دا ځکه چی هیڅ ښار د دوی له انتحار نه محفوظ ندی پاتی شوی.