ایپل ته ماتې ورکولو لپاره هوواوې خپل نوي مبایلونه وړاندې کړل-ویدیو او انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): چینایي پرمختللي شرکت هوواوې چې د تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا سوداګریزو بندیزونو سره مخ دی بالاخره د خپل نوي «فلیګ شیپ» په زړه پورې ځیرک مبایلونه وړاندې کړل.

دغه دوه مبایلونه (میټ ۳۰ او میټ ۳۰ پرو) د هوواوې د خپل وخت تر ټولو غوره ځیرک مبایلونه دي، چې د جرمني په میونخ ښار کې د یوه نندارتون له لارې وړاندې شول.

لکه څرنګه چې ګوګل پر هوواوې توکو د خپل چلونکي سیستم «اندراید» بندیز لګولی و هوواوې هم پریکړه وکړه چې د ګوګل اپلیکشنو پرته مبایلونه وړاندې کړي. یعنې که چیرې پر هوواوې د اندراید بندیز پېل شو په اتومات ډول به خپل (Harmony Os) چلوونکي سیستم ته بدل شي.

ځانګړتیاوې:

هوواوې میټ ۳۰

ددغه مبایل سکرین یا ډيسپلی د OLED په ۱۰۸۰+۳۲۴۰ ریزولوشن سره ۶.۶۲ انچه ده، د ۶ او ۸ جي بي ریم سره ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي داخلي حافظه لري، همدغه ډول د نینو «۲۵۶» حافظې میموري کارت هم ورځای کېدلی شي، په دې کې د هوواوې کیرین Kirin ۹۹۰ چټک کارکوونکی پراسیسر ځای پرځای شوی دی.

کامرې: شا خواته درې کامرې لري چې يوه ۴۰ ميګاپيکسله پراخ لينز سره، دويمه یې  ۸ ميګاپيکسله ټيلي فوټو لينز سره او درېيمه کامره یې ۱۶ ميګاپيکسله د اضافي پراخ لينز سره ده.

د سیلفي کامره یې ۲۴ ميګاپيکسله ده، او ويديو په ۱۰۸۰ کې په دېرش فريمه په ثانيه کې کولای شي.

هوواوې میټ ۳۰ د «۴۲۰۰» ملي امپيره بیترۍ لري، چې په چټک چارجينګ ۴۰W او وايرليس چارج 27W چارج کېږي او هم له وايرليس پاور بېنک څخه چارجیدلای شي، دغه ډول د بل هوواوې مبایل چارجولو وړتیا هم لري.

هوواوې میټ ۳۰ پرو

دغه مبایل د کامرې له لحاظه د کال تر ټولو غوره مبایل ګڼل شوی دی چې شا خواته یې څلور کامرې ورکړل شوي دي، لومړۍ کامره یې ۴۰ میګا پېکسله د سوپر سنسنګ سره، دویمه یې هم ۴۰ میګا پېکسله چې په اضافي پراخوالي کې ویدیو یا عکس جوړولای شي، دې کامرو ته هوواوې د «ساین کامره» نوم ورکړی دی چې په توره شپه کې هم غوره عکاسي کولای شي.

دغه ډول یې بله کامره ۸ میګا پېکسله د ټيلي فوټو لینز لپاره او څلورمه کامره یې د 3D ډیپت سنسر عکس اخیستلو لپاره ځانګړې شوي دي.فوٹو بشکریہ ہواوے

ددې سیلفي کامره ۳۲ میګا پېکسله ده، په دې کې د 3D سکینر ورکړل شوی چې د لاس حرکت پیژندلو وړتیا لري.

په دې کې ۶.۵۳ انچه OLED اړخونو ته تر وروستۍ اندازې (۸۸سلنه) ډیسپلی ورکړل شوې ده، د سکرین له کبله یې د اړخ تڼۍ طبیعي یا د سکرین په داخل کې ګرځولي دي چې دا یې هم په زړه پورې ځانګړتیا ده.Image result for huawei mate 30 pro

د ۸ جي بي ریم سره ۲۵۶ جي بي حافظه ورکړل شوې چې د نینو ۲۵۶ میموري کارت سره اضافه کیدلای شي، دغه ډول په دې کې د کیرین Kirin ۹۹۰ په زړه پورې چټک پراسیسر ځای پرځای شوی دی.

میټ ۳۰ پرو د «۴۵۰۰» ملي امپيره ستره بیترۍ لري، چې د بشپړې ورځې کار په اسانۍ سر ته رسولای شي، چټک چارجینګ لري چې په چټک چارجينګ ۴۰W او وايرليس چارج 27W چارج کېږي او هم له وايرليس پاور بېنک څخه چارجیدلای شي، دغه ډول د بل هوواوې مبایل چارجولو وړتیا هم لري.

هوواوې د میټ ۳۰ او میټ ۳۰ پرو يو-یو ځانګړی مبایل د 5G انترنېت لپاره هم عيار شوی چې په بيه کې له دې موبايلونو سره توپیر لري.

هوواوې میټ ۳۰ او میټ ۳۰ پرو د شپې مود ځانګړتیا لري، د ګوتې کولپ یا فنګر پرنټ یې پر سکرین کې دننه ورکړل شوی او د مخ چټک 3D کولپ هم لري.Image result for huawei mate 30 pro pictures

بیه:

میټ ۳۰ مبایل بیه به له «۷۹۹» یورو څخه پېل کیږي.

دغه ډول د میټ ۳۰ پرو بیه «۱۰۹۹» یورو څخه پېل کیږي خو ددې مبایل 5G نسخې بیه به له «۱۱۹۹» یورو څخه پېل کیږي.

https://twitter.com/HuaweiMobile/status/1174706497348980736?s=19

د یادونې وړ ده چې دغه مبایلونه که څه هم د اندراید چلوونکی سیستم لري خو د ګوګل اپلیکشنې لکه «ګوګل میپس، یوتیوب، جي میل» او داسې نورو ملاتړ نشي کولای او نه هم په دې کې د اندراید پلی سټور ورکول شوی چې اپلیکشنې ترې ښکته شي. ددې لپاره بدیل «هوواوې ايپ ګیلري» سټور ځای پرځای شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د