د سعودي پر تېلو برید؛ د رياض او تهران تاوتريخوالی په زياتېدو دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): سيمه کې د نوې جګړې او تاوتريخوالي اندېښنې مخ پر زياتېدو دي، سعودي حکومت په رسمي توګه پر ایران تور لګولی، چې د خریص او بقيق د تېلو پر چڼځایونو برید کې د ایران وسلې کارول شوي دي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي، دوی په دې باور دي، چې د تېلو پر چڼځايونو بریدونه د يمن له خاورې نه دي شوي، په دغو بریدونو کې د ایران وسلې کارول شوي او ورسره د تېلو د نړيوال لېږد امنيت هم له ګواښ سره مخ شوی دی.

عادل الجبیر خبرداری ورکړی، چې د تېلو پر چڼځايونو د بريد په اړه به غلي پاتې نشي او خامخا به د خپلې خاورې او تېلو دفاع لپاره لاس پر کار شي.

امریکايي چارواکو هم ويلي، دا برید د خليج په شمال کې د ایران له خاورې شوی او د سعودي په ملاتړ به پر ایران ته ځواب ووايي.

تېره ورځ د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ويلي و، ولسمشر ډونلډ ټرمپ منلې، چې د سعودي دفاع لپاره به دغه هېواد ته خپل پوځيان ولېږي او پر ایران يې د نوو بنديزونو د لګولو خبردرای هم ورکړی دی.

د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د امريکايي چارواکو وروستۍ څرګندونې د ذهنۍ ناروغۍ نښه بللې او ويلي يې دي، که امریکا او يا سعودي پر ایران برید وکړ، دې سره به په ټوله سيمه کې پراخې جګړې پيل شي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک هم خبرداری ورکړی، که هر هېواد پر ایران برید وکړ، دغه هېواد به د جګړې په ډګر بدل کړي او د خپل هېواد دفاع لپاره تر وروستي بریده ولاړ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

څرنګه چی پدی ۱۹ کلنه افغانی جګړه د امریکا اصلی څیره ټولو ته روښانه شوه او امریکا ویل چی ۱۱ سپتمبر په حمله کی اسامه لاس درلوده نو چی اوس کوم سیاسیون نظرونه ورکوی وایی چی دا یو ډیزاین شوی لوبه وو یعنی پدی ډرامی جوړولو سره یی غوښتل افغانستان طبیعی زیرمو ته ځان ورسوی چی تر اوس پدی هدف کی کامیابه ده دا چی روسانو او چین ، پاکستان تنها ونه لوریده چی طبیعی زیرمی یواځی امریکا له ځان سره یوسی نو چین، روسیی او پاکستان او پخپله انګریزانو د امریکا لپاره دلته وضعه دومره خرابه کړه چی اوس… نور لوستل »

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یو بې ساري اقدام کې سعودي عربستان ته ځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، به دې تړاو یې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په حاشیه کې له خپل عربستاني سیال ابراهیم الاساف سره د پوتین د سفر اجنډا جوړه کړې ده چې په ترڅ کې به یې پوتین د خلیج، یمن او سوریې پر حالاتو له سعودي مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

پوتین په دې وروستیو کې د سوریې د اته کلنې جګړې د ختمولو لپاره له ایراني او ترکي ولسمشرانو سره لیدنې کړې دي.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

کله چی تاسی زما نظر او لیکنه نه خپروی پدی پوه شو چی تاسی خپلواک نه د پاکستان په واک یی یاست ځکه هر لیکنه باید نشر او وروستی تبصیری په کالم کی خپل نوم ووینم