پاکستان کې ترافيکي پېښه؛ د ۱۰ پوځيانو په شمول ۲۶ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان ګلګت بلتستان ايالت ديامر سيلاني ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله د لسو پوځيانو په شمول ۲۶ تنه مړه شوي دي.

د بلتستان د ايالتي حکومت حکومت وياند  فیض الله وايي، د ۲۶ مړو سربېره په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.

د ګلګت بلتستان پوليس وايي، مسافر وړونکی بس له اسکردو سيمې راولپنډۍ ته روان و، چې د تېز رفتار له امله بابو سر ټاپ سيلاني سيمه کې بې کنټروله شو او له غره سره ولګېد.

ځايي چارواکي وايي، د پېښې ډېری قربانيان د اسکردو سيمې خلک دي.

د چارواکو په وينا ټپيان سيمه‌ييزو روغتونونو ته لېږدول شوي او له مرکزي حکومته يې د چورلکو بېړنۍ مرسته غوښتې ده.

د پاکستان پوځ وايي، په دې پېښه کې لس پوځيان هم مړه شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي، پېښه کې وژل شوي او ټپيان د ګلګت بلتستان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د بلتستان ديامر ولسوالۍ بابو سر ټاپ سيمې ته ډېری ورتلونکي خلک سيالانیان دي او دغه لاره د ګرمۍ په موسم کې له جون تر اکتوبر مياشت پورې د سيالانيانو پر مخ پرانيستې وي.

د کال په نورو وختونو کې د زياتو واورو او سړو له امله دا لارې تړل شوي وي.

ګلګت بلتستان ايالت دی که نه؟

ګلګت بلتستان له تاريخي پلوه د پاکستان شمالي سيمه بلل کيږي، په ۱۸۴۸ ميلادي کال د کشمير سک قومندان په زوره نيولې وې، په ۱۹۴۸ کې د سيمو خلکو له اوږدو جګړو وروسته ازادي ترلاسه کړه، وروسته د پاکستان برخه شوه، خو شمالي سيمې بلل کېدې.

د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د واکمنۍ پر مهال ګلګت بلتستان ته د نيمه ايالت درجه ورکړل شوې او اوس په کې د پاکستان د مرکزي حکومت تابع ايالتي حکومت قايم دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

الله د ټول تباه کړی، لعنت دی د پاکستانی پر مسلمان سړی شی.

عبدالله
میلمه
عبدالله

اجمل صاحب سلامونه،
فوج یی ظالم دی خو عام ولس کی یی دیر شه خلک شته. همیش مشکل په دولتونو او سیاسیونو کی وی نه په ملتونو کی. باور وکه د پاکستان ملت هم ددولت خخه په عذاب دی.

اجمل
میلمه
اجمل

عبدالله صیب: خبرو سره د بالکل موافق یم خو کله د سړی زړه ډیر درد وکی.

ترین
میلمه
ترین

طالبانو ته تسلیت غواړم