ځینې شپني عادتونه چې د ورځې په اوږدو کې مو روغتیا اغیزمنوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): اکثره وختونه زمونږ د ورځې ناسمه روغتیا لکه د ستړیا احساس، خپګان او نورې ذهني او بدني ناروغیو لامل د شپې لخوا د ځینو ناوړه عادتونو ترسره کول دي.

د شپې ښه خوب د ورځې په ذهني او بدني کارکردګۍ ښکاره اغیز کوي، که چیرې مو خوب کم یا سم نه وي د ورځې کارکردګي مو هم ناسمه او بشپړه وي چې د یو شمېر ستونزو زیږولو لامل کیږي.

دلته هغه شپني عادتونه وړاندې کوو چې د ورځې روغتیا مو اغیزمنوي:

ورزش

ورزش کول د روغ او ناروغ لپاره غوره کار دی، د بدني او ذهني روغتیا سربېره پر خوب هم اغیز کوي، خو که د شپې لخوا ترسره شي د شپې خوب خرابوي، ورزش هغه مهال په کار دی چې له خوبه راپاڅیږئ نه هغه مهال چې د بیده کېدلو وخت وي.

د شپې ناوخته خوراک

پوهان د سهار ناشته کې د ښه خوراک، د ورځې مناسب او د شپې لخوا د کم خوراک سپارښتنه کوي، خو که چیرې تاسې د شپې ناوخته خوراک وکړئ خوب مو اغیزمن کیږي او د ورځې په اوږدو کې مو روغتیا زیانمنه کیږي، د شپې لخوا په خپل وخت داسې خواړه وخورئ چې په هغې کې کالوریز، مالګه او غوړ کم وي.

د شپې غاښونه نه پاکول

که په مسلسل ډول د شپې لخوا غاښونه نه بورس کوئ یا مسواک نه وهئ نو په غاښونو کې مو ځانګړې ډول باکتریا رامنځته کیږي، چې په ورځو تېریدلو سره د سیمنټو په ډول سختیږي او د وریو ناروغي رامنځته کوي.

تر ناوخته ویښيدل

د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېدل نه یوازې جنسي پياوړتیا کمزورې کوي بلکې بدن کې داسې ماده زیاتوي چې د ورځې مو غوړ او خوږو څيزونو ته اشتها کیږي، همدغه لامل دی چې په کم خوب سره مو د بدن غوړ زیاتیږي چې د بېلا بېلو لکه د زړه او شکر ناروغیو ګواښ زیاتوي، که چیرې د کومو بوختیاو له کبله د شپې ویښ پاتې کیږئ نو خوب مو هرو مرو له ۶ تر ۸ ساعتونو بشپړ کړئ.

کافي یا چای څښل

که تاسې د شپې لخوا د کافي، چای، چاکلیټ یا نورو انرژي لرونکو خوړو شوق لرئ نو دغه عادت مو پریږدئ، په دې کې د شته کافیین کمه برخه هم د شپې خوب خرابولو لپاره کافي دی، په ځانګړي ډول چې عمر زیات وي، پوهان وایي چې د شپې له خوب ۶ ساعته وړاندې هم د کافیین استعمال څخه ځانونه وژغورئ.

قیلوله

قیلوله د بدن ویښ ساتلو او د ښې کارکردګۍ ښودلو لپاره غوره عمل دی، خو ددې وخت تر ټولو زیات اړین دی، پوهان د غرمې مهال له ۱۵ څخه تر ۴۵ دقیقو خوب ته قیلوله وایي، خو که چیرې د مازیګر یا ماښام پرمهال ترسره شي نو لومړی مو د شپې خوب خرابوي او بیا مو سهار پاڅېدل ستونزوي.

ځيرک توکي استعمالول

له لمر پریوتو وروسته تر ډیره مصنوعي رڼا کې وخت تېرول د بدن داخلي ساعت اغیزمنوي، ځیرک مبایل، لیپتاپ، کمپيوتر او د نورو توکو رڼا یا وړانګې پر مخ لګېدل د خوب ارامولو لپاره د میلاتونین مادې اندازه کموي چې ارام خوب ته مو نه پریږدي، د رڼا تتوالي یا رنګ بدلولو لپاره ځانګړي رڼا یا سکرین استعمالیږي خو غوره داده چې د شپې لخوا ددغه ډول توکو استعمال څخه ډډه وکړئ.

بدن نه ارامول

له خوب وړاندې یوه شېبه په ټيټه رڼا کې کتاب لوستل مو خوب اراموي، دغه ډول له داسې بحث او مباحثې ځان ساتل چې خپګان مو زیاتوي، ځکه په دې سره داسې هارمون زیاتیږي چې د بدن په ویښ ساتلو کې مرسته کوي. دغه ډول کوښښ وکړئ چې له ویده کېدو وړاندې مو مخ پریمنځئ یا بشپړ اودس وکړئ، دا مو هم په ارام خوب کې درسره مرسته کولای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د