د ملا برادر اخند په مشري د طالبانو پلاوي چین ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د مشر سیاسي معاون او سیاسي دفتر مشر ملابرادر اخند په مشري یو پلاوی د قطر څخه چین ته سفر کړی دی.

د امریکايي ولسمشر ټرمپ له لوري د طالبانو سره تر مذاکراتو ځنډولو وروسته دا دریم سفر دی چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي يې سیمه ییزو هیوادونو ته کوي.

ددې تر مخه د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په مشري د طالبانو یوه پلاوي روسیې ته سفر کړی وو او هلته یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جګپوړو چارواکو سره لیدنه کړې وه.

د سفر پر مهال شیرمحمد عباس ستانکزي د یوه روسي چېنل سره په مرکه کې د ټرمپ له لوري د مذاکراتو څخه شاتګ باندي انتقاد سوی وو او غوښتنه سوې وه چې مذاکرات دې له هغه ځایه پیل سي پر کوم ځای چې لغوه سوي دي.

په دغه سفر کې د نوموړي تر څنګ د طالبانو سیاسي دفتر ویاند او مذاکراتي ټیم غړي محمد سهیل شاهین او د مذاکراتي ټیم بل غړی قاري دین محمد حنیف هم ملګري وه.

د روسیې د سفر وروسته د سیاسي دفتر اداري معاون او مذاکراتي ټیم غړي مولوي عبدالسلام حنیفي په مشري یوه څلور کسیزه پلاوي ایران ته سفر کړی وو او نن ټکی اسیا ته ددغه پلاوي یوه غړي وویل چې دوی د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو سره د سولې پر پروسې خبرې کړي وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چین ته د ملا برادر اخند د سفر پخلی وکړ او وې ویل چې دواړه لورې به په دغه سفر کې «د افغانستان څخه د امریکايي اشغال د خاتمې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو او همدا ډول په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټيکاو په رابطه خبرې او بحثونه» وکړي.

د نن ټکي اسیا د معلوماتو سره سم په دغه سفر کې د ملا برادر اخند سره مولوي عبدالسلام حنیفي، سهیل شاهین، مولوي مطیع الحق په شمول نهه کسیزه پلاوی ګډون لري.

څه موده مخکې نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې ویلي وه چې طالبان به د سیاسي پروسې د ځنډېدو وروسته د سیمې هیوادونو ته سفرونه وکړي تر څو د هغوی سره د سلا مشورو تر څنګ له خپله اړخه اطمینان وکړي چې اوس هم پر سیاسي پروسې باور لري او د تل په شان بیا هم د جګړې د اصلي اړخ امریکایانو سره د مذاکراتو لپاره چمتو دي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې طالبان نه یوازي د سفرونو له لاري د افغانستان د سولې په پروسه کې د دخیلو هیوادونو سره سلا مشورې کوي، بلکې د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې يې هم ملاقاتونو ته ادامه ورکړې او په تیرو ورځو کې يې د ملګرو ملتونو او اروپايي هیوادونو په شمول د ځینو نورو جهتونو سره مهم او په لوړه کچه ملاقاتونه کړي دي.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ وروسته تر هغه د طالبانو سره مذاکرات وځنډول کله چې تر نهوو پړاوونو وروسته دواړو لوریو د نهايي مسودې او هوکړې ته د رسیدو اعلان وکړ او د هوکړې د لاسلیکېدو لپاره امادګي پیل سوه.

ټرمپ وویل چې په کابل کې د طالبانو د یوه برید له امله یې دغه مذاکرات وځنډول ځکه چې په وینا یې په دغه برید کې یو امریکايي عسکر ووژل شو خو د طالبانو سرچینو وویل چې مذاکرات امریکا ته د طالبانو د سفر څخه د انکار له امله وځنډېدل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

خپلو خلکو سره خبری نکوی خو کافرو ته منډی ور وهی او مرسته ترینه غواړی. یو وار اوربند اعلان کړی چی ولس تاسو نه خوشحاله شی زه نه پوهیږم چی ولی له اوربند څخه ویره لری. غنی د اوربند چغی وهی او تاسی د جنګ او قتل. بیا نوم د جهاد پریژدی. ممکن ستاسو دا کارونه ستاسو عزت ته صدمه ورسوی او نور مو باور په خلکو کی هم کم شی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری،
قطر طالیبانو ته،
سوله چین روسیه کی څه کوی؟راشی افغانستان ته ،هلمند کی له افغانانو سره کینی .اول اوربند وکړی.
بیا د سولی خبری سره وکړی،ټول افغانان په سوله سره جوړ شو ،امریکا ته به ووایو چه بالا ګرد سره کالی مالی د بار کړه ځه.
سوله داسی نه کیږی چه ځانمرګی برید کی دوه ساعته عمر لرونکی ماشومان مو شهیدان کړل،
ایا دا دوه ساعته عمر لرونکی ماشومان هم کافران وه؟او که امنیت ریاست ته یی کار کاوه؟که جاسوسان وه؟که د زابل اشغال ګران وه؟

اجمل
میلمه
اجمل

کاش چی دا سفر مو کابل ته کړای وای. وایی اوبو وړی هر خواته لاسونه اچوی. دا څه چل دی چی ایران، مسکو او چین ته منډی وهی خیریت خو به وی؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

اجمل او پشتین یو کس او یا حلا کسان مګر د شیطان ( ډالرو ) بندګان دی ( لا اله الی الله ) په خوله وایی او عمل کی د یو الله ج په ځای د دالرو د ترلاسه کولو د پاره د دجال بندګی کوی . کفر حق پټولو ته وایی مهمه نه ده چه دغه حق هغه څوک پټوی چه نومونه یی احمد او محمود او یا جان، ډیوید سمیت او نیکلسن یا ترمپ نوم ولری

جميل
میلمه
جميل

سياسی سفرونه ، امريکی او غلامانو ته د خطر زنګونه .
دا د طالبانو د قربانيو ، کلک ايمان ، ټينګ عزم او د زور برکت دی چی چين ، روسيه ، ايران ، اندونيزيا او ازبکستان جرءت پيدا کړی چی د امريکی مخالفين دعوت کړی ، کنه ۲۰ کاله مخکی چا امريکی ته خوله هم نشوای چولولای ، دا سياسی سفرونه به ډير شی ان شاءالله .
افغانانو نيمه نړی د روسی کمونيزم له ظلمه وژغوله اوس به نيمه نوره د امريکايی امپرياليزم څخه وژغوری .