د مصر په ګڼو ښارونو کې د ولسمشر سيسي پر ضد مظاهرې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): مصر کې د ولسمشر عبدالفتاح السيسي پر ضد پراخې مظاهرې روانې دي او له تېرو دوو ورځو راهيسې له دوو سوو زيات لاريونوال نيول شوي دي.

د مصر د مدني ټولنو غړي وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې تر اوسه د ۳۴ ښځو په شمول ۲۲۰ لاريونوال نيول شوي دي.

د رپوټونو له مخې ډېری لاريونوال په پلازمېنې قاهره کې نيول شوي دي.

د مدني ټولنو استازو حکومت ته خبرداری ورکړی، که پر نيول شوو لاريون کوونکو هر ډول تشدد او تېری وشو، حکومت به يې ځواب وايي.

په قاهرې، سويس، اسکندريه، بورسعيد، قنا او ګڼ شمېر نورو ښارونو شپه او ورځ مظاهرې روانې دي او ټول د ولسمشر سيسي د استعفا غوښتنه کوي.

د مدني ټولنو استازي او د لاريونونو منتظمين وايي، د امنيتي ځواکونو په ډزو او اوښکو بهوونکو ګازونو کې لسګونه لاريونوال ټپيان دي او حکومت د سوله‌ ييزو لاريونوالو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړی دی.

په لویديځو هېوادونو کې هېوادونو کې د سيسي ضد مظاهرې

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته تللی، هلته هم مصريانو د هغه د استوګنځي مخته لاريونونه پيل کړي او د استعفا غوښتنه يې کوي.

همدارنګه په لندن کې هم د مصر سفارت مخته مصريان راټول شوي، سيسي يې په فساد او درغلۍ تورن کړی او د هغه د ګوښه کولو غوښتنه کوي.

د نيويارک او لندن سربېره په نورو لويديځو هېوادونو کې هم د مصر سفارتونو مخته د سيسي پر ضد لاريونونه روان دي او وايي، چې د مصریانو د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د سيسي نظام نسکورول اړين دي او تر وروستۍ سلګۍ به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د سیسی خبیث مخ به د سپېڅلو اخوانیانو د قتل عام په جرم په غیبی څاپړه وپړسېږی. د لیبرالیزم متکبر مزدوران دی د خپلو خبیثو بادارانو په تشو وعدو نه غولیږی که نه پایله به ئې رسوائی وی.